د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ په نامه د خپلواکۍ غورځنګونه باید و نه ځپل شي'


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، هېڅ هېواد دې د ترهګرۍ په نوم د خپلواکۍ غورځنګونه نه ځپي.

دا خبره نوموړي تېر ماښام په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا همکاریو سازمان (سارک) د کورنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته د هند تر واک لاندې کشمیر حالت ته په اشاره وکړه:

((هېڅ هېواد دې د ترهګرۍ تر پردې شا ته د ازادۍ یا خپلواکۍ غورځنګونو ځپلو هڅه نه کوي. په ځانګړي ډول د ازادۍ هغه تحریکونه چې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونو له لارې ورته اجازه ده. ما [غونډې ته] دا هم وویل چې هېڅ قانون – که د هېواد وي او که نړیوال – هغه هېڅ هېواد ته دا اجازه نه ورکوي چې د ترهګرۍ په نوم دې پر ولسي وګړو ډزې وکړې، هغوی شهیدان کړي او ورباندې تشدد وکړي.))

تېره ورځ د هند کورنیو چارو وزیر راج نات سېنګ د سارک غونډې ته په وینا کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو ویې ویل چې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه دې په نړیوال کچ یوازې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG