د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په شام کې مو د روسیې پر همکارۍ باور نشته'


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، په یقيني ډول نشي ویلای چې پر روسیې د سختدریځو پرضد د جګړې او په شام کې د کورنۍ جګړې ختمولو په برخه کې له امریکا سره د همکارۍ کولو باور وکړي.

نوموړي بېګا د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل، د دې باوجود پر ټولو امکاناتو کار کوي.

ده وویل، ((امریکا تیاره ده چې په شام کې د تاوتریخوالي کمولو او د اسلامي دولت ډلې او القاعدې پر ضد د خپلو هڅو پیاوړي کولو لپاره له روسیې سره کار وکړي.))

ده وویل، ((خو روسیه د اړینو اقداماتو په کولو کې پاتې راغلې. [په شام کې] خرابېدونکي وضعیت ته په کتو، وخت راغلی چې روسیه ثابته کړي چې د همدې اهدافو د ترلاسه کولو په برخه کې جدي یا سنجیده ده.))

اوباما وویل، په ((اعتماد دا نشي ویلای چې پر روسانو او ولسمشر ولادمیر پوتین باور کولای شي ځکه نو دوی باید دا امتحان کړي چې واقعاً د مخالفتونو پای کولو ته رسېدای شي او که نه.)) اوباما زیاته کړه، که روسیه همکاري ونکړي نو ((دا به په ډېره جوته کړي چې په نړیواله توګه یو غیر ذمه واره هېواد او د [شام] وژونکي رژيم ملاتړی دی.)) مسکو د اوباما تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG