کابل او اسلام اباد - د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې پاکستاني سفارت او د هغه هېواد پوځ منلې چې یو هیلي کاپټره په لوګر ولایت کې د بیړنۍ ناستې پر وخت د پېښې ښکار شوی دی.
په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند اختر منیر د پنجشنبې پر شپه اژانس فرانس پرېس ته ویلي، دا مې – ۱۷ ټرانسپورټي هیلي کاپټر د بیړنۍ ناستې پر وخت نسکور شوی.
ده زیاته کړه چې هیلي کاپټر د ترمیم لپاره د افغانستان او ازبکستان له لارې روسیې ته روان وو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې پر ماښام وویل، دا د پنجاب صوبې حکومت هیلي کاپټر وو چې د اووه کسانو عمله یې لرله.
ده وویل، د عملې برخلیک نه دی معلوم او دا چې افغان حکومت ورته د مرستو ډاډ ورکړی.
هلته د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه د شپې ناوخته پر ټوېټر په بیان کې وویل، د هغه هېواد پوځ مشر جنرال راحیل شریف ((په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ له مشر جنرال جان نېکولسن سره خبرې کړې دي او هغه ورته د ټولو ممکنه مرستو ډاډ ورکړی.))
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، هیلي کاپټر ویشتل شوی نه دی بلکې د تخنیکي ستونزو له کبله یې په ازرې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې او عمله یې وسله والو طالبانو برمته کړې.
هلته د افغانستان دفاع وزارت هم د پېښې پخلی کړی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.