د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په خوست کې د برید هڅه شنډه کړې


نیول شوی موټر
نیول شوی موټر

خوست - د خوست ولایت پوځي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ښار اړوند د مټا چینې په سیمه کې يې له چاودیدونکو موادو ډک موټر (موټر بم) نیولی دی.

دوی وايي، یاد موټر بم چې چاودنې ته عیار شوی وو، مخکې لدې چې خوست ښار ته دننه شي، د امنیتي ارګانونو لخوا ونیول شو.

د پنجشنبې ورځې ناوخته خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې ښار ته د موټر بم د داخلیدو په باب دوی سره استخباراتي مالومات ول او د چارشنبې په ورځ يې په خوست کې د حساب ورکوونې د لويې غونډې امنیت لپاره جدي تدابیر هم نیولي ول.

جنرال غیرت وویل، چې کله د موټر بم چلوونکی د امنیتي ځواکونو لخوا د نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ شوی، نو موټر يې په یوه څنډه کې درولی او هغه ورڅخه تښتیدلی دی.

خوست امنیه قوماندان وویل، چې پدې موټر بم کې ډېر قوي او نوي چاودیدونکي توکي چې پخوا نه وو لیدل شوي، کارول شوي ول.

ده وویل، په موټر بم کې د هاوان، میزایل او توپونو مرمۍ هم ځای پر ځای شوې وې.

جنرال غیرت زیاته کړه:

((دا موټر یې د مټاچینې په یوه اړوند ځای کې ودرولی وو، سراچه موټر وو، پدې کې ډېر قوي مواد یو میل پیکا هم وه، پدې کې يې د هاوان او توپونو مرمۍ ځای پر ځای کړې وې، د دې موټر ټولې دروازې، سوېچ بورډ او ډاله ټوله د منفجره موادو ډکه وه.))

له موټره د لرې کړل شویو موادو انځور
له موټره د لرې کړل شویو موادو انځور

خوست امنیه قوماندان د پولیسو د یوې اونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو په باب هم مالومات ورکړل.

نوموړي وویل، په تېره یوه اونۍ کې ۱۱ مظنونین چې په بیلابیلو جرمونو تورن ول، پولیسو نیولي دي او لدې سربیره نیول شویو مظنونینو سره څلور عرادې موټر او درې عرادې موټرسایکل هم نیول شوي دي.

خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل:

((ملي پولیسو پدې هفته کې ۱۱ نفره مظنونین چې په مختلفو جرمونو لکه غلا، قتل او نورو کې يې لاس وو نیولي دي، البته دوی سره ۳ عرادې موټرسایکلونه او ۴ عرادې موټر هم نیول شوي دي، همداشان ۷ میله تفنګچې چې غیر مسوولو کسانو سره وې او یو میل کلاشینکوف دا هم د تلاشۍ د پوستو لخوا نیول شوي دي.))

خوست امنیه قوماندان په ځانګړي ډول د موسی خېلو ولسوالۍ پر امنیتي حالت او په هغه ځای کې د افغان امنیتي ځواکونو د جګړه ییزو تیاریو په باب هم مالومات ورکړل.

نوموړي ومنله، چې په هغه سیمه کې سلګونه وسلوال راغونډ شوي او په ولسوالۍ او نورو سیمو د ډله ییزو بریدونو پروګرام لري، خو ده وویل چې د وسلوالو د مخنیوي لپاره يې یادې سیمې ته ریزرف قوتونه لیږلي او کولای شي، د هر ډول ممکن ډله ییز برید مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG