د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان چین افغانستان او تاجکستان د ترهه ګرۍ ضد یوموټي شوي


پاکستان، چین، افغانستان او تاجکستان په منطقه کې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره په همکارۍ سلا شوي دي او ويلي یې دي چې د اقوام متحده تر چارټرلاندې به د یو بل د خپلواکۍ خیال ساتل کېږي او د یو بل په کورنيو معاملاتو کې به له لاسوهنې ډډه کوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې اي اېس پي جاري شوې خبرپاڼه کې وايي د شورو په ورځ د چين په سیمه ارومچي کې د پاکستان افغانستان، تاجکستان او د چین د پوځي مشرانو په غونډه کې له منطقې د ترهه ګرۍ او سختدریځۍ د خاتمې لپاره کړنلاره جوړه کړل شوې ده.

د څلور واړو ملکونو پوځي مشران په دې سلا شوي دي چې دوی به د ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره له یوه بله سره خفیه مالومات شریکوي او وخت په وخت به له یوه بله سره سلا هم کوي.

تر غونډې وروستو جاري شوې اعلامیه کې وویل شو چې ترهه ګري او سختدریځي د منطقې د استحکام لپاره لویه خطر دی.

په دې مهال د خپلمینځيو مرستو لپاره د څلواړخیزې همکارۍ او همغږۍ مېکانزم جوړولو باندې اتفاق شوی دی او ويل شوي چې دا به تر دې څلور واړو ملکونو پورې محدود وي.

د ترهه ګرۍ پرضد د منطقې د څلورو ملکونو د دې هوډ یا عزم په حواله په پاکستان کې دفاعي تجزیه کاران څه وايي؟

کله چې مشال راډیو د دفاعي چارو تجزیه کار ریټایر‌ډ برېګېدیر محمود شاه نه وپوښتل نو هغه وویل:

(دا څلورواړه ملکونه چې کوم دي نو د دوی په مدد باندې په ترهه ګرۍ تر ډېره حده اثرغورځېدلای شي ځکه چې دوی ډېر په نېک نیتۍ باندې کار کوي او په دې منطقه کې په خپله موجود دي او زه فکر کوم چې کله امریکا دلته د ترهه ګرۍ پرضد کار کوي نو هغوی هدفي کار کوي او بله دا چې هغوی په خپله دلته موجود نه دي نو په دې اساس که چېرته دې ملکونو د ترهه ګرۍ پرضد اقدامات شورو کړل نو ښه اثرات به يې مخې ته راشي او په ترهه ګرۍ به قابو وموندل شي.)

هم دا رنګ چې مشال راډیو د یو بل د دفاعي چارو تجزیه کار ریټایرډ بریګیډیر سید نظیر نه وپوښتل نو هغه دا د ترهه ګرۍ پر ضد د یادو ملکونو یو ښه ګام وګرځولو او ویې ويل:

(د دا قسمه غونډو او هوډونو نه د ملکونو په کچ یو پیغام ولاړ شي، دغه رنګ دغه پیغام ولسونو ته هم ولاړ شي چې تاسو پر موږ باندې باور کوی نو موږ هم ټول یو سوچ لرو. همدا رنګ له دې څخه وسله والو ته هم دا پیغام ولاړ شي چې د دوی پرضد یو داسې محاذ جوړېږي چې ماتې ورکول به ورته ګرانه وي، نو یقیني خبره ده چې په پوځي کچه او بیا دا کار هم د سیکورټي نافذوونکیو ادارو دی نو دا ادارې چې یو موټی وي نو د دې به ډېري ګټورې نتیجې راووځي.)

غونډه کې دا هم فېصله وکړل شوه که د ترهه ګرۍ خلاف جنګ لپاره د کار او صلاحیت پراخه ولو ضرورت پېښ شو نو دا څلور واړه ملکونه به په مشترګه توګه مشقونه هم کوي او دوی به ترعالمي قوانینو لاندې د یو بل د خپلواکۍ او امنیت خیال هم ساتي.

XS
SM
MD
LG