د لاسرسي ځای

ایران کې شل کردانو ته د مرګ سزا بشري حقونو ډلو وغندله


ایران شلو تنو اسلام پالو کردانو ته په امنیتي ځواکونو د بریدونو په شک کې د مرګ سزا ورکړې چې د انساني حقونو ډلو یې غندنه کړې او وايي چې ممکنه ده دا سزا په زور د اخیستل شويو اعترافي بیانونو په نتجه کې ورکړل شوي وي.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا وویل د توحید او جهاد ډلې یو نامعلوم شمېر غړیو ته د تېرې نهې په ورځ د مرګ سزا ورکړل شوه.

پرون د انساني حقونو ډلو وویل د لسو نه تر شلو کسان وژل شوي دي.

ارنا خبري ایجنسۍ وېلي دا کسان د دوه سني عالمانو، یو شمېر پولیس واله او د ځنګلونو د ساتونکو په وژنو کې ککړ وو. دا راز د یو شمېر خلکو په تښتونو، ډاکې کولو او د ایران په غربي برخه کې په چاؤدنو کې هم شامل وو.

دایران په سرکاري ټیلي ویژن ددوي د وېنا مطابق ددغه ډلو د غړیو اعترافي بیانونه هم ښودل شوي وو. په ایران کې اویا لکهه کردان مېشت دي چې د دغه هېواد د ټولې آبادۍ لس فیصده برخه ده.

XS
SM
MD
LG