د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش پر ضد عملیات دوام لري


د ننګرهار چارواکي وايي، د داعش ځپلو لپاره يې په څو ولسواليو کې د قهر سیلاب په نوم عملیات پيل کړي، تر دوه سوه زیات داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د قهر سیلاب په نوم د غه عملیات چې د ننګرهار په کوټ، نازیانو، اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې له تېرو پينځو ورځو راهيسې پيل شوي، لا هم دوام لري.


د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري د چارشنبې په ورځ په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې د تېرو څو ورځو په دوران کې د هوايي او ځمکني بريدونو له امله څه باندې دوه سوه تنه د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي:

(( د عملياتو او تالاشۍ په دوران کې په ټوله کې ۱۶۳ تنه داعش وژل شوي ۴۷ تنه يې ټپیان شوي او لس تنه مو ژوندي نیولي. همدارنګه ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۴ تنه يې ټپیان شوي دي. زه دومره اطمنان ورکولی شم چې د هسکې مينې ګورګورۍ او شابۍ چې د داعش مرکزونه هم په بشپړه توګه د هغوی له حضور څخه پاکې شوي او تالاشي شوي دي.))

په دغه خبري ناسته کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وویل، د هسکې مینې ولسوالۍ سل تنه سیمه ییز پوليس له مرکز نه منظور شوي چې له زده کړو وروسته په یاده ولسوالۍ کې ځای په ځای شي.

(( د هسکې مېنې ولسوالۍ کې موږ کافي پرسونل لرو، ملي پوليس، محلي پوليس، سرحدي پوليس ځای په ځای دي، سل نفره سیمه ييز پوليس نور له مرکز څخه په تشکيل کې ورکول شوي، چې فعلاً په تربیوي تر روزنې لاندې دي. له مسلکي زده کړو وروسته به په هغو مهمو نقطو کې ځای په ځای شي او هغه سیمې چې له وسله والو څخه پاکې شوي، د هغې امنیت به خوندي کړي او وبه يې ساتي.))

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي وویل، کله چې د هسکې مينې ولسوالۍ په بشپړه توګه د داعش له وسله والو پاکه شي، ولایتي اداره به هلته بشري مرستې ورسوي.

(( د مرستو لړۍ به دوام وکړي، موږ اوس هم له سکتوري او مرکزي ادارو سره ناستې لرو، تر څو ډېر ژر د کوټ ولسوالۍ کې د اړتیا په بنیاد مرستې وروسوو او همدا رنګه کله چې د هسکې مېنې ولسوالۍ له داعش څخه پاکه شي، هلته به هم ورته عمل تر سره کيږي، مسوولین به ځي او له خلکو سره به ګوري، د له اړتیا سره سمې مرستې به تر سره کيږي.))

خوګياڼي زیاتوي چې د کوټ ولسوالۍ اړوند ځینې سيمو ته بشري مرستې رسيدلي او کله چې عملیات پای ته ورسيږي، دوی به هغو ټولو سیمو ته د بشري مرستو لړۍ وغځوي، چې د دولت د مخالفینو څخه پاکې شوي وي.

XS
SM
MD
LG