د لاسرسي ځای

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په اباسین ځدراڼ مارکیټ کې اور لګیدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس جنرال محبوب امیري هم ازادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه.

نوموړي همدارنګه وویل د اور وژنې کارکوونکي سیمې ته رسیدلې دي او ډير ژر به اور لګېدنه کنټرول کړي.

اباسین ځدراڼ مارکیټ د کابل ښار په کوټې سنګي سېمه کې په یوې ګڼه ګونې سیمه کې موقیعت لري او د دې سیمې اوسیدونکي وایې ممکن اور د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته ځاني زیان هم اړولی وي.

XS
SM
MD
LG