د لاسرسي ځای

د پاکستان سرحدونو او ریاستونو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ وايي، د روان کال تر پایه به ټول بې کوره کړل شوي خپلو کلیو ته واستول شي.

نوموړي نن د پاکستان دولتي راډیو ته په مرکه کې وویل، له ۱۰۰ اربه روپیو څخه شاوخوا ۳۰ اربه شمالي وزیرستان ته د برېښنا یا بجلۍ او اوبو رسولو او بیاودانۍ لپاره لګول شوې دي. بلوڅ وویل، د ضرب عضب عملیاتو له کبله په هېواد کې د ناامنیو پېښې په بېساري ډول کمې شوې دي. ده وویل، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې واک اوس د حکومت په لاس کې دی او وسله وال شړل شوي دي. په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله شاوخوا یو میلیون خلک بې کوره کړل شول.

په قبایلي سیمو کې د ورانیو سمبالولو ادارې (فاټا ډيزاسټر منېجمنټ اتارټي) چارواکي محمد عارف مشال راډيو ته وويل چې د حکومت لخوا کډوالو ته بنیادي ضروریات برابر کړل شوي دي.

" کډوالو ته مو هلته بنيادي سهولتونه لکه تعليم،صحت، هسپتالونه، طبي مرکزونه، صفايي، اوبو او بجلۍ نظام سهولتونه او انتظامات برابر کړي دي۔ په جنوبي وزيرستان کې خو ډېر ترقياتي کارونه تر سره شوې هم دي۔ امنيتي صورتحال هم په کنټرول کې دی۔"

د کډوالو یوې قامي کميټۍ جنرل سيکرېټري ملک غلام خان وزير بیا حکومتي دعوې ردوي او وايي چې هلته هېڅ ترقياتې کارونه نه دي شروع شوي او نه هم سهولتونه شته.

د ده په وینا د حکومت لخوا هر ځل داسې اعلانونه کېږي خو بيا کډوال نه استول کېږي چې له وجې د هغوی ورځ تر بلې مسلې په زیاتېدو دي۔

" کومو خلکو ته چې ټوکنې ورکړل شوې دي او هغې واپس ندې تللې نو کله د هغې راشن بند کړل شي او کله یې امدادي رقم. د دې خلکو ګزران ګران شوی، صرف د خوراک نړیوالې ادارې د خوړو په مرسته او د میاشتې دوولس زرهامدادي رقم ګزاره کوي. زموږ بنیادي غوښتنه ده چې خپلو سیمو ته مو دې په عزت ولیږل شي او کومې چې دوی ته دلته د سېفران، اېف ډي اېم اې او قبایلي سیمو د انتظام ادارې لخوا مسلې رامخې ته دي، چې هغه هوارې کړل شي او چې کوم لوظونه له موږ سره شوي ول باید هغه ترسره کړل شي. موږ ته دې د واپس تلو حتمي نېټه هم راکړل شي چې مشکلات مو ختم شي. "

د قبایلي سیمو ورانیو سمبالولو ادارې چارواکي محمد عارف زياته کړه چې د دوی لپاره په هغه علاقو کې ترقياتي کارونه روان دي خو د ځینو انتظامي مسلو له وجې یې د ستنېدو لړۍ ځنډنۍ شوې ده.

"علاقه له وسله والو پاکه ګرځول شوې ده۔ خو د امنیتي ادارو ځینې داخلي مجبورۍ پکې هم راشې لکه په په ځینو ځايونو هغوی ته شک وي چې چېرته چوونکي توکي خو نشته يا د هغې له وجې څه پيښې ونشي۔ نو د امنيتي اندېښنو له وجېدا خلک ستانه نه کړل شول۔ خو په دې کې زموږ د ادارې هېڅ قسمه کار بيا نه وي هلته بيا د پوځ کنټرول شي۔په دې کې دومره وخت نه لګېږي او ميد لرو چې د دوی دا مسله به ډېره زر حل شي"

د اېف ډي اېم اې رپورټ له مخې تر قامي کړنلارې (د نېشنل ايکشن پلان)ورسته شمالي وزيرستان ته تر دوه څلوېښت زرو او جنوبي وزيرستان ته تر پنځه دېرش زرو زياتېکډوالې کورنۍ واپس استول شوې دي۔

خو تر دوه زرو زياتې کورنۍ اوس هم د خېبر پښتونخوا په مختلفو کيمپونو کې ميشته دي۔

XS
SM
MD
LG