د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا د منځني واټن توغندی ازمویلی


شمالي کوریا د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړه لیکونو څخه په تازه سرغړونو کې نن یو د منځني واټن ویشتونکی بېلېسټېک توغندی ازمویلی چې له رپورټونو سره سم، د جاپان په اوبو کې یا ورسره نېږدې پرېوتی دی.

جاپان وايي، د توغندي مهمه برخه د سمندر په هغه سیمه کې پرېوتې چې د جاپان تر اقتصادي تصرف لاندې ده.

د جاپان وزیراعظم شېنزو ابې د توغندي ازموینه ((یو پاروونکی عمل)) او هېواد ته ((لوی خطر)) بللی دی او ویلي یې دي چې ټوکیو ((شدید احتجاج کړی.))

روډانګ ډوله متوسط واټن ویشتونکی توغندی ۶۲۰ میله لرې ولاړ او بیا د جاپان په سمندرګي کې پرېوت.

د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو مشر وویل، دا ازموینه ښيي چې شمالي کوریا ((پر ګاونډیو هېوادونو د مستقیمو او پراخو حملو)) اراده لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې انا رېچي – اېلن وویل، دوی ((د هر برید یا پاروونې په صورت کې د خپلې او د ملګرو دفاع ته تیار دي.)) دې زیاته کړه چې خپلې ((اندېښنې به په ملګرو ملتونو کې څرګندوي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG