د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې چاودنې لس تنه ټپيان کړي


د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل پېښه نن سهار (چارشنبه) لس بجې د مرکز اسعداباد اړوند له بند برق سره نزدي په یوه دکان کې رامنځ ته شوېږ د نوموړي په خبره د عبدالغفار نومي تن د دکان مخې ته په یوه کڅوړه کې باروت ایښودل شوي و، چې چاودنه يې کړې، چې پکې د یاد دوکاندار په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.

مل پاسوال وايي،عبدالغفار پخوانۍ دښمني درلوده، او هغه په اصل کېد شلتن ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دچاودنې په تور یو تن نیول شوی چې اوسمهال ترې پوښتنې ګرویږنې رواني دي.

هغه وايي دخلکو او پولیسو په وسیله ټپیان روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو يي روغتیايي حالت ښه ښودلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG