د لاسرسي ځای

'د نرښځۍ علیشاه د مړینې رپورټ نه منو'


په پېښور کې د نرښځيانو او د هغو د حقونو لپاره کارکوونکو غوښتنه کړې چې د علیشاه د مړینې ذمه وارو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او بې ګناه ډاکټران دې بحال کړل شي. د نرښځیانو حقونو یوې ادارې [ټرانس اېکشن] چارواکو تور لګولی چې د یوې نرښځۍ علیشاه د مړینې پلټنو کمیټۍ هغو کسانو ته د سزا ورکولو وړاندیز نه دی کړي چې د بې پرواۍ له کبله یې هغه مړه شوې وه بلکې د دې پرځای د بې ګناه ډاکټرانو د نیولو سپارښتنه کوي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث یې ویډيو راپور کښلې

XS
SM
MD
LG