د لاسرسي ځای

ارمېنیا د حزب اختلاف درې سیاستوالان نیولي دي


د ارمېنيا حزب اختلاف درې سیاستوالان چې په لويه کچه د ګډوډیو په تنظیمولو تورن دي، تر عدالتي کاروايۍ بشپړېدو له مخې زندان ته استول شوي دي.

د ایریوان یوه عدالت د سېشنبې په ورځ حکم ورکړ چې دغه درې واړه سیاستوال به تر دوو میاشتو د پلټنو لپاره په حراست کې وي.

د پارلمان د تاسیس په نوم له بسنټپال حزب اختلاف سره تړلې یوې وسله والې ډلې د جولای پر اوولسمه په ایریوان کې د پولیسو پر یوه تاڼه حمله وکړه او هغه یې ونیوله.

دغې ډلې له ولسمشر سیرژ سارکیزیانه د دغه غورځنګ د نيول شوي مشر د خوشېکېدو او د هغه له واکه د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.

د دغو وسله والو په زرګونو ملاتړي له هغو مظاهرچيانو سره چې دوه اونۍ یې دوام وکړ، یوځای شوي ول چې کله نا کله به يې له پولیسو سره نښته هم وشوه.

وسله وال کسان د جولای په ۳۱ مه پولیسو ته تسلیم شول.

په تاوتریخوالي کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG