د لاسرسي ځای

تاجکستان به خبریالان په ګرانو ټکو کارولو جرمانه کوي


تاجکستان اعلان کړی چې هرهغه خبریال به ترسل ډالرو پورې جرمانه شي چې پېچلي لفظونه ياني داسې ټکي چې يو عادي کس ورباندې نه پوهېږي استعمالوي.

دا خبر د دوشنبې په ورځ د روس رسنیو ورکړی دی.

د تاجکستان د لغاتو يا ترمینالوژۍ کمیټې مشر ګوهر شریفزاده په یوه خبري کنفرانس کې وویل داسې انګېرل کېږي چې یوشمیرخبریالان په خپلو لیکنو کې تر لسو پورې داسې لفظونه استعمالوي چې ورباندې عام لوستونکي، لیدونکي یا هم اورېدونکي نه پوهېږي.

د ده په وينا دوی په دې کار سره د رسمي ژبې له چوکاټه سرغړونه کوي.

ګوهر شریفزاده وویل چې په رسمي ژبه کې د لیکونکیو او څیړونکیو لپاره معيارونه ټاکل شوي چې باېد ټول يې په پام کې وساتي او د سرغړونې په صورت کې به یوخبریال له ۷۵ څخه تر۱۰۰ ډالرو پورې او کمپنۍ به هم له یونیم سل نه تردوه سوه ډالرو پورې جرمانه شي.

تاجکستان مخکې پرماشومانو د بهرنیو نومونو پر اېښودو هم بندېز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG