د لاسرسي ځای

”پر تورخم دروازه تعمیراتي کار د پخوانیو معاهدو سرغړونه ده “


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، پر تورخم د دروازې په لګولو سره پاکستان هغه معاهدې له پامه غورځولې دي چې له افغانستان سره یې په دی برخه کې کړې وې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شعیب مستعني پرون دوشنبه مشال ریډیو ته وویل، د پاکستان لخوا د داسې سرغړونو وروسته افغان دولت دا مهال په بېلا بېلو لارو چارو غور کوي.

”د افغانستان اسلامي جمهوریت په تورخم کې د دروازې جوړول د خواشینۍ وړ بولي. دا په دې برخه د ښه ګاونډیتوب د اصولو سرغړونه ده او په سختو ټکو یې غندنه کوو. د پاکستان دا ګام چې د پخوانیو توافقاتو سربېره شوې، د افغانستان دولت یې د دواړو طرفونو تر منځ د شویو توافقاتو خلاف اقدام ګڼي. “

په وروستیو کې د پاکستان لخوا په تورخم د دروازی او د افغانانو لپاره د سفري اسنادو شرط اېښودو له امله افغان او پاکستاني چارواکي پر داسې یوه مېکانزم سلا شوي ول چې له مخي یې دواړه هېوادونه له یو بل سره په پولې د تګ راتګ ترڅنګ په مختلفو چارو کې همکاري کوي.

پاکستان لا په دې اړه څه نه دي وېلي.

XS
SM
MD
LG