د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاک ـ ترک سکولونو تړل به پر تعلیم بد اغېز پرېږدي'


د ترکي خارجه وزیر مېلود چاوش اوغلو د نهې په ورځ د پاکستان سفر پرمهال وويلي دي، هيله لرو چې پاکستان به د فتح الله ګولن تنظيم تر سمبالښت لاندې چلېدونکې تعليمي او ثقافتي ادارې وتړي ځکه چې دا د پاکستان او د نړۍ سلامتۍ لپاره خطره ده.

د يادونې ده چې په پاکستان کې د ګولن ګروپ تر سمبالښت لاندې پاک - ترک سکولونه چلېږي او د ملک په يوولس ښارونو کې پنځويشت سکولونه او کالجونه دي چې پکې تر يوولس زرو پورې زده کونکي زدکړې ترلاسه کوي.

رمشا رای
رمشا رای

د پاک ترک سکول يوه زده کونکې رمشا رای وايي که پاکستان حکومت د ترکي په درخواست دا سکولونه بندوي نو د دوی پشمول زرګونو نورو زده کونکو په تعليم به ډير بد اثر پرېوځي.

نوموړی وايي،”چې کله ما دا خبرونه واورېدل نو ډير بد راباندې ولګېدل ځکه چې زموږ خو له دې هر څه سره هېڅ تعلق نشته نو موږ ولې ځپل کېږو زما او زما د نورو ملګرو دا آخري کال دی که حکومت دا سکولونه تړي نو زموږ به څه کېږي او ترکي حکومت چې د فتح الله ګولن خبره کوي نو زما په دې سکول کې دا اتم کال دی او تر اوسه ما د نوموړي نوم نه دی اورېدلی نو خپل حکومت ته خواست کوو چې د بل يو ملک په خوښه دې دا سکولونه نه بندوي. “

حسنېن اصغر قرېشي
حسنېن اصغر قرېشي

حسنېن اصغر قرېشي چې درې بچي يې په اسلام آباد کې په پاک - ترک سکول کې زدکړې ترلاسه کوي وايي،”د يو پلار په توګه حکومت ته د مطبوعاتو له لارې دا وويل غواړم چې دا سکولونه د يوويشت (۲۱) کاله محنت وروستو دې مقام ته رارسېدلي دي نو دا نه دې بندول پکار، دويمه خبره دا چې د ترکيې نه راغلي دا استادان زموږ له بچو سره ډېر محنت کوي نو دوی نه دې لېږل پکار او درېمه خبره دا ده چې د نړۍ په هر ملک کې که څه هم ستونزه رامخې ته کېږي نو د هغې لپاره دې زموږ بچي نه قرباني کېږي بس له حکومته مې دا درې غوښتنې دي. “

د ترکي حکومت په ملک کې د ناکامه پوځي کودتا تور په فتح الله ګولن لګوي او وايي چې ورسره ثبوتونه شته چې د دغې کودتا ترشا ګولن تحريک و خو فتح الله ګولن دا تور ردوي.

په پاکستان کې د پاک - ترک سکولونو وياند اېنګي ييت مشال ريډيو ته وويل، دوی نه ګڼي چې حکومت به دا سکولونه بند کړي ځکه چې دوی هېڅ داسې يوه ايجنډا نه لري چې د يو حکومت پرضد وي.

د پاک - ترک سکولونو وياند اېنګي ييت
د پاک - ترک سکولونو وياند اېنګي ييت

د نوموړي په وينا چې د دوی سکول د اسلام آباد تعليمي بورډ لاندې کار کوي او موږ نيغ په نيغه د هېچا پحقله معلومات نه ورکوو که هغه فتح الله ګولن وي يا محمد اقبال او يا که يو بل تن، زموږ سکولونه له تېرو يوويشت کلونو دلته آباد دي او زده کونکیو ته صرف تعليم ورکول زموږ مقصد دی او د پاکستان ولس موږ ډېر ښه پېژني.

د تيري مياشتې پنځلسمې نېټې په شپه په ترکي کې د پوځ يوې ډلې سرکاري تلوېزون قبضه کړ او له هغه ځايي يې د مارشلاء اعلان وکړو چې ورستو د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان ويډيويي پيغام له لارې پر خلکو غږ وکړ چې لارو کوڅو ته دې راووځي. د پيغام له خپريدو سره سم په مختلفو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راووتل او کودتا يې ناکامه کړه.

له هغې ناکامې کودتا راهسې د يوې اندازې له مخې شپيته (۶۰) زره سرتېري، پوليس، قاضيان، په مختلفو وزارتونو کې کارکونکي او استادان يا خو له دندو لیرې کړل شوي دي او يا نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG