د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاک - ترک سکولونو په تړلو کې اسلام اباد مرسته کوي'


اسلام اباد کې پاک ترک سکول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

اسلام اباد کې پاک ترک سکول

د ترکيې بهرنیو چارو وزیر وايي،چې د جلاوطن ترک مبلغ فتح الله ګولن د تنظیم تر څارنې او سمبالښت لاندې د چلېدونکیو تعلیمي ادارو په باب یې د هېواد اندېښنو ته د پاکستان حکومت له غبرګونه مطمینه دی.

په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره د ګډې خبري ناستې پر مهال د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مېلود چاوش اوغلو وویل، چې د فتح الله ګولن تعلیمي ادارې د هر هغه هېواد ملک لپاره خطر دی چرته چې شتون لري.

ده وویل، د فتح الله ګولن د [ترهګر ډلې] پر ضد په ټوله نړۍ کې کوششونه پکار دي.

''د فتح الله ګولن تعلیمي ادارو په اړه د پاکستان حکومت کردار په اړه ما خپل اطمینان څرګند کړو او د دې خبرې ستاینه کوم چې په دې لړ کې پاکستان له موږ سره کمک کوي او ما ته باور دی چې پاکستان به په دې لړ کې ضروري اقدمات اوچتوي. موږ ته له داسې ادارو سره له احتیاطه کار اخیستل پکار دی چې د هر ملک امنیت او استحکام لپاره خطر پیدا کوي چرته چې دا موجودې دي.''

خو د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د پرېس کنفرانس پر مهال وویل:

"ځینې سکولونه پکې له مسلکي پلوه ډېر ښه سمبال دي او هغوی ډېر ښه تعلیم ورکوي. موږ د دغه سکولونو د جاري ساتلو لپاره د متبادلې لار موندلو هڅه کوو، چې له مخې یې د هغوی فعالیتونه سمبال یا ولکه کړو، او چې زموږ ترکي وروڼه څنګه غواړي هغسې به کېږي. "

خبرې غونډې ته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر وویل مېلود چاوش اوغلو وویل، چې د ترکي حکومت په ماضي کې د فتح الله ګولن د تعلیمي ادارو حمایت کړی دی خو له دې نه وو خبر چې د دوی خفیه اېجنډا هم شته.

ترکی حکومت دعوا کوي چې د حکومت چپه کولو په کوشش کې د فتح الله ګولن لاس دی خو نوموړی دا تور ردوي.

په خپلو خبرو کې د ترکيې بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په هېواد کې د مارشل لا کوشش ناکامېدو او د جمهوریت حمایت په اړه د پاکستان مننه کوي.

ده وویل چې پاکستانی او ترک ولس په مشکل وخت کې په یو بل ډاډ کولی شي.

د ترکيې بهرنیو چارو وزیر پرېس کانفرنس په وخت وویل چې په افغانستان کې د امن لپاره پاکستان او ترکي یو دریځ لري.

''موږ د افغانستان سولې پروسې لپاره د څلور ملکونو د غونډې مرسته کوو او زه په دې خوشاله یم چې پاکستان او افغانستان یو بل دوه اړخیز مېکانزم د شنګهای تعاون تنظیم د غونډې په موقع جوړ کړو. ترکي به د سولې پروسې لپاره خپل کمک جاري ساتي.''

د ترک بهرنیو وزیر په وینا چې د کشمیر په مسلې د پاکستان حکومت حمایت کوي، د کشمیر مسلې یوازنی حل مزاکرات دی.

ده وویل چې د اسلامي ملکونو تنظیم او ای سي د غونډې په موقع دا سپارښ به وړاندې کوي چې د کشمیر حالاتو جاج لپاره یوه ډله ولېږي.

په دې موقع د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وینا وه چې پاکستان او ترکي تعلقات په سیمه کې د امن او استحکام ضمانت دی.

ده وویل چې دواړه ملکونه به د ترهګرۍ ضد کوششونه کوي.

د ترکيې بهرنیو چارو وزیر په خپل هېواد کې د ناکامې کودتا پس پاکستان ته په یوه ورځني سفر تللی.

XS
SM
MD
LG