د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند جامشورو سيمه کې له ټرافیکي پېښې ۱۱ کسان مړه


 په پاکستان کې بیا بیا ټرافیکي پېښې کېږي
د ارشیف تصویر
په پاکستان کې بیا بیا ټرافیکي پېښې کېږي د ارشیف تصویر

چارواکي وايي، پېښه د ډرایور د غلطۍ له کبله شوې ده او په ژوبلو کسانو کې د ځينو حالت مرګونی دی.

د سيند صوبې جامشورو سيمه کې د نهې په سهار د ډېره اسماعيل خان نه کراچۍ ته راروان د مسافرو يو بس له ولاړ ټرک سره جنګېدلی چې پکې د يو ماشوم په ګډون يوولس مسافر مړه او د يو شمېر زنانوو په ګډون شل تنه ژوبل شوي دي.

د ايدهي فاونډېشن حېدراباد څانګې يو چارواکي طاهر د نهې په ورځ مشال رېډېو ته وویل چې دا پېښه د جامشورو سيمې سېهوڼ روډ باندې له ټول پلازې سره نزدې مخې ته راغلې چې پکې تر دې دمه يوولس کسان مړه شوي.

''دا بس له ډېره اسماعيل خانه و کراچۍ ته روان وو، ښکاري چې ډرایور ته خوب ورغلی وو او له يو ولاړ ټرک سره ټکر خوړولی، دا پېښه له جامشورو ټول پلازې نه درې کلوميټره وروستو پر لوی سړک رامخې ته شوې ده، تر اوسه پکې يوولس تنه مړه شوي چې پکې يو ماشوم او نور نارينه شامل دی، په ژوبل کسانو کې يو ماشوم او دوه زنانه شاملې دي.''

ژوبل کسان او مړي د جامشورو لياقت يونيورسټۍ روغتون ته وړل شوي دي چې پکې د ځينو حالت مرګونی ښودل کېږي.

له کراچۍ د خېبرپښتونخوا بېلا بېلو سيمو ته تلونکي د مسافرو ګاډي چلوونکي وايي چې دا پېښې د سړک خراب حالت، ګاډي تېز چلول او پر وخت د ګاډو نه ترمیمول یا سمونې هغه علتونه چې له کبله یې دغه ډول ناوړې پېښې رامینځ ته کېږي.

خو له کراچۍ و سوات ته خپل ذاتي بس چلوونکی رياض خان وايي چې د ټرافیکي پېښو لويه وجه تېز ګاډي چلول دي خو دا د ډرایور خوښه نه بلکې مجبوري وي ځکه چې د اډو او ګاډو مالکان ترې په لږ وخت کې د ډېر سفر غوښتنه کوي.

''دا خو ښکاره خبره ده چې د ۳۶ ګنټو لار ترې په ۲۴ ګنټو کې غواړي نو له ډرایور سره بله هېڅ لار نه وي، او دا خبره غلطه ده چې په ګاډي کې کار نه کېږي، چې کله سفر ختم شي نو ډرایور اول ګاډی د سمولو لپاره ودروي.''

تر دې وړاندې هم د سيند صوبې پر لويو لارو ګڼې پېښې رامخې ته شوي دي چې پکې تېره مياشت په مې کې په هم داسې يوه پېښه کې لس کسان مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG