د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې وسله والو دوه هزاره ګان وژلي


د کوټې سریاب تاڼې د پولیسو ویاند نذیر احمد د دوشنبې یا ګل پر ماسپښين وویل، پېښه پر سریاب سړک شوې. د ده په خبره، پر موټر سایکل سپرو وسله والو په رکشه پر ناستو دوو هزاره ګانو محمد نبي او غلام نبي ډزې وکړې او ویې وژل. دواړه کسان په مچ کې د کویلې یا سکارو په کان کې مزدوران ول او د هزارګنجۍ له اډې څخه په رکشه کې کور ته روان ول چې د پېښې ښکار شول. د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG