د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو قومندان ګل حضرت وزیرستانی وژل شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان ګل حضرت وزیرستانی له ۱۸ نورو وسله والو سره یو ځای په غزني ولایت کې وژل شوی دی.

د دوشنبې یا ګل پر ورځد وزارت پر ووبپاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي، دا وسله وال په ده یک، اندړ او ګېرو ولسوالیو کې د ملي پولیسو عملیاتو پر وخت وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، وزیرستانی د طالبانو یو مشهور قومندان وو چې د وزارت په خبره، په ډېرو تخریبي کارونو کې ککړ وو.

افغان چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې دوه افغان پولیس وژل شوي او څلور ژوبل دي.

طالبانو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG