د لاسرسي ځای

د سیند صوبې نوي وزیراعلا د رینجرز اختیارات وغځول


رېنجر ځواک له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په کراچۍ کې د وسله والو پرضد عملیات کوي

رېنجر ځواک له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په کراچۍ کې د وسله والو پرضد عملیات کوي

د پاکستان په سېند صوبه کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز موده يو کال پورې وغځول شوه.

د سېند صوبې نوي وزيراعلا سيد مراد علي شاه د نيم پوځي ځواک رېنجرز موده تر يو کال پورې وغځوله. د وزیراعلا د دفتر لخوا جاری شوی خبرپاڼه وايي، د رېنجرز ځانګړي اختیارات يې يوازې تر ۹۰ ورځو غځولي دي. د خبرپاڼې ترمخه وزیراعلا هيله څرګنده کړې چې رېنجرز ځواک به د وسله والو پرضد روانو عملياتو ته دوام ورکړي. په سېند صوبه کې د یاد ځواک موجودګي او ځانګړي اختیارات د جولايي پر ۲۰مه ختم شوي وو خو په دغه صوبه کې د نوي وزیراعلا د واک ترلاسه کولو له وجې د ځنډ ښکار وو. ياد ځواک د ۲۰۱۳ز کال د سېپټېمبر راهیسې په سېند صوبه کې او په خاصه توګه کراچۍ ښار کې د وسله والو او جرایم پېشه خلکو پرضد عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG