د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې او اېټالیا کلیساګانو ته مسلمانان ورغلي ول


د فرانسې په یوه کلیسا کې د یوه پادري تر وژنې وروسته مسلمانانو د یکشنبې پر ورځ د فرانسې او ایټالیا په کلیسا ګانو کې په جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ.

د یکشبنې پر ورځ په روین ښار کې هغه ځای ته چې دغه ۸۵ کلن پادري پکې ووژل شو په نېږدې کلیسا کې په لسګونه مسلمانان ورغونډ شوي ول. د روين سيمې د پادريانو مشر وویل: ((په غونډه کې زموږ د مسلمانانو دوستانو ګډون موږ ډېر خوشاله کړي يو او زما په فکر دا ډير د حوصله افزايې ګام دی چې دوي دلته کې راغلل)) له کبله دوي ډير خوشاله شوی دی. له کلیسا بهر خلکو د هغو مسلمانانو هرکلی وکړ چې پر یوه بينر یې لیکلي و، مینه د ټولو لپاره او کرکه د هیچا لپاره هم نه.همداشان د مزهبي هم اهنګۍ غونډې غونډې پرون د فرانس په نورو سیمو او ګاونډي هيواد ايټلي کې هم جوړې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG