د لاسرسي ځای

تازه خبر

عملیاتو کې د وسله والو مرګ ژوبلې شمېر څومره کره وي؟


یو پاکستانی سرتېری په شمالي وزیرستان کې له نړېدلې ودانۍ سره ولاړ دی
یو پاکستانی سرتېری په شمالي وزیرستان کې له نړېدلې ودانۍ سره ولاړ دی

پراګ - د تېرې نهې پر ورځ د ننګرهار چارواکو د اسلامي دولت ډلې پر ضد په عملیاتو کې د سلګونه وسله والو وژنې دعوه وکړه.

د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې دا دعوې نوې نه دي.

د جون په میاشت کې پاکستاني پوځ وویل، له دوو کلونو راهیسې د ضرب عضب په نوم په عملیاتو کې یې له ۳۵۰۰ څخه زیات وسله وال وژلي دي.

پوښتنه دا ده چې د پاکستان او افغانستان حکومتي چارواکو دا دعوې څومره باوري دي او موخه یا مقصد یې څه دی؟

د پاکستان هوايي ځواک پخواني اېیر مارشل ریاض الدین شیخ مشال راډیو ته وویل، په پوځي عملیاتو کې د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېر اکثره اندازې وي.

((چرته چې پوځي عملیات کېږي نو هلته داسې نه وي چې څومره خلک ووژل شول یا زخمیان شول، هغوی به هم په هغه ځای کې وي. د عملیاتو پر مهال وسله وال خپل زخمي یا وژل شوي ملګري له ځانه سره یوسي نو ځکه هم د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېر په اندازو مبني وي، کره نه وي.))

په ننګرهار کې د افغان پوځ عملیات
په ننګرهار کې د افغان پوځ عملیات

په کابل کې د امنیتي چارو پوه اجمل سایس وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونو اولس ته خپل ((مورال قوي ښودل غواړي)) نو ځکه هم د وسله والو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه په ډاګه کوي.

هلته په پيښور پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد ډاکټر عبدالروف هم سایس ته ورته خبره کوي او وايي،ریاستي ادارې د ولس د دښمنانو د مرګ ژوبلې شمېر اکثره د خپلو ګټو پر اساس په ډاګه کوي.

په کابل کې خبریال محب الله شریف بیا وايي، په پوځې عملیاتو کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه د دولتي ادارو زیاتره ادعاوې ریښتیا نه وي.

د سوات قامي جرګې مشر حاجي زاهد خان په ۲۰۰۹ز کال کې د سوات عملیاتو مثال ورکوي او دریځ لري چې هغه مهال هم ورته دعوې شوې وې.

د پاکستان په قبایلي سیمو او د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر وخت خبریالان هغو سیمو ته د تګ اجازه نه لري او که ځي هم نو له امنیتي چارواکو سره یو ځای ځي.

همدا لامل دی چې خپلواکه سرچینې په نښتو کې د ښکېلو دواړو خواو د دعوو تصدیق نشي کولای.

خو د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو استاد ډاکتر عبدالروف زیاتوي، باید ریاستي ادارې د خپلو ذمه واریو له پوره کولو سره سره، ولس ته د عملیاتو او په هغې کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورکړي او هغوی په تیاره کې و نه ساتي.

XS
SM
MD
LG