د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوي له روسیې څخه د پوځي مرستو غوښتنه کړې


په وروستیو کې روسیې افغانستان ته کلاشنیکوفونه ورکړي ول
په وروستیو کې روسیې افغانستان ته کلاشنیکوفونه ورکړي ول

رپورټ: صفي الله ستانکزی (د ازادۍ راډیو خبریال)

کابل - په ښو وسلو او مهماتو د افغان پوځیانو سمبالول او د تروریزم په وړاندې د ګډې مبارزې او امنیتي همکاریو پراختیا هغه غوښتنې وې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له روسي چارواکو څخه کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یادو برخو کې د روسیې همکاري غوښتنې چې مقابل لوري هم د یادو غوښتنو د هر اړخیزو څېړلو او ځوابولو ژمنه کړې ده.

((افغان دولت باوري دی چې له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان او سیمه کې د تروریستانو له خوا د رامنځته کیدونکو ګواښونو د دفاع لپاره اړتیا ده چې افغان پوځیان ښه سمبال شي. له دې امله روسیه هم د افغان حکومت په څېر لیدلوری لري او ژمنه یې کړې چې د افغان پوځیانو د سمبالتیا په خاطر به د افغان دولت په مشخصو غوښتنو اړونده ادارې هر اړخیزې څېړنې پیل کړي.))

غورځنګ وویل، د ملي امنیت سلاکار له روسي چارواکو نه د افغان پوځیانو لپاره د پوځي هیلکوپټرو او د هغو روسي وسلو مهمات غوښتي چې اوس وخت په افغانستان کې د پوځیانو له خوا کارول کیږي.

د ملي امنیت سلاکار اتمر په داسې حال کې تېره اوونۍ روسیې ته ولاړ او له خپل سیال او نورو روسي چارواکو سره یې ولیدل چې ولسمشر ویلادمیرپوتین له افغانستان سره د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

روسیې څه وخت مخکې افغان ملي پولیسو ته لس زره میله کلاشینکوفونه هم ورکړل.

که څه هم د ملي امنیت شورا د روسیې د پوځي همکاریو په اړه هیله ښيي، خو ځینې پوځي کارپوهان په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور ته په کتو وايي چې روسیه له افغان پوځیانو سره بنسټیزې مرسته نه شي کولای.

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر او پوځي کارپوه شهنواز تڼي په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

((روسان په افغانستان کې سطحي کمکونه کولای شي خو ژور کمکونه،بنیادي مرستې د نړیوال اییتلاف او امریکایانو په موجودیت کې نه شي کولای. نړیوال اییتلاف روسانو ته د خپل موجودیت په دوران کې په افغانستان کې روسیې ته اجازه نه ورکوي.))

له افغانستان سره د روسیې د پوځي همکاریو مسله د ډېرو کارپوهانو په نظر حساسیت پاروونکې ده خو یو شمېر نور له دې خبرې سره موافق نه دي.

د پوځي او سیاسي چارو پوه حی ګل سلیمانخېل وايي، افغانستان کولای شي له خپلو نړیوالو ملګرو په خاصه توګه له امریکا سره په مشوره د روسیې پوځي مرستې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG