د لاسرسي ځای

له ۱۶ زره څخه زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو نهه ورځو کې له ۱۶ زرو څخه زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان نه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل پر یکشنبه مشال راډیو ته وویل چې، یاد وزارت هڅه کوي چې د ځینو ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته د نورو ستونزو تر څنګ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه وو د جوړلو ستونزه هم هواره کړي.

ښاغلی میاخیل وايي چې په تېرې شا او خوا یوې اونۍ کې ۱۳ زره کډوال له پاکستان او له ۳ زرو څخه زیات له ایران نه افغانستان ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG