د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د یوه هسک منار جوړولو کار پیل شو


خوست - چارواکي وايي چې د خوست د پېژندنې د سمبول او د ښار د ښکلا لپاره د ۳۵ مترو په لوړوالي یو دنګ او هسک منار جوړوي.

دوی زیاتوي، خوست منار چې د ښار په لویدیځه دخولي دروازه کې جوړیږي، خواوشا سیمه يې په ښه بڼه ډیزاین شوې او ښار ته به ځانګړې ښکلا ورکړي.

د یکشنبې په ورځ د خوست ښار لویدیځ لوري ته د خوست-ګردیز د عمومي جادې په مسیر کې د یو هسک او دنګ منار د جوړېدو چارې پیل شوې.

د منار د بنسټ ډبرې د کېښودو په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې د یاد منار د جوړېدو سره یو ځای به له مناره تر ښاره د سړک د دواړو غاړو لختي او همدارنګه د سړکونو په منځ کې ګلدانونه هم په اساسي ډول جوړ شي.

خوست والي حکم خان حبیبي زیاتوي:

"موږ نن د یوې مهمې پروژې چې دا به خوست ښار ته ځانګړي ښکلا وروبخښي، د تهداب ډبره مو کېښوده او کارونه به يې نن انشاالله عملاً پیل شي، دا پروژه چې په خپل ترکیب کې درې اجزاوې لري، چې د ۳۵ متره په لوړوالي یو لوړ منار ده، دوهم يې د کباړ سرای نه د مجاهد تر څلور لاري پورې د لختیو په اساسي ډول جوړیدول دي، او درېیم د دې شهرا په منځ کې د ګلدان په اساسي ډول جویړیدل دي."

خوست والي وايي، پدې پروژه چې د ښاروالي ریاست له پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي نوولس میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

نوموړي د دې پروژې له قراداد کوونکي شرکت همدارنګه نورو نظارت کوونکو ادارو وغوښتل چې د خوست منار د پروژې د کار کیفیت ته پاملرنه وکړي.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر د یاد منار د جوړیدو د اړتیا او ارښت په تړاو وايي، چې پخوا رسنیو د خوست د پېژندنې د نښې په توګه له ستر جومات سربیره یوه بله مناسبه لوګو نه درلوده، چې تر دې وروسته به د خوست منار د دې ولایت د پېژندنې یوه ښه نښه وي.

خوست ښاروال زیاتوي:

"په تېر کې به چې په خبرونو کې د خوست لوګو راتله د یو جومات نه سیوا موږ کوم بل څه نه درلودل، انشاالله په راتلونکې کې به خوست یو بهترینه لوګو چې هغه ۳۵ متره لوړ منار دی چې د خوست-ګردیز د عمومي جادې په مسیر کې جوړیږي."

خوست ښاروال زیاتوي، چې پدې وروستیو کې يې په ښار کې د څوارلسو پرمختیايي پروژو کارونه پیل کړي او په ښه کیفیت باندې د دې پروژو د پلي کولو لپاره يې د څار او نظارت بهیر هم چټک کړی دی.

XS
SM
MD
LG