د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د تور ژېړي په اړه غونډه شوې


جلال اباد - په ننګرهار کې د هېپاټایټس يا تور ژېړې نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. دغې نمانځغونډې ته پر نویو جراحي ډاکټرانو سربيره د جلال اباد ښار نایان هم وربلل شوي ول او عامه پوهاوي ورکړل شو.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو، ایچ، او د جولایي اته ویشتمه نیټه د هېپاټایټس ناروغۍ د مخنیوي له نړیواله ورځې سره نومولې، خو د ننګرهار د روغتیا چارواکو دغه ورځ د یکشنبې په ورځ د يوه سيمینار په تر سره کولو سره ونمانځله، چې پر نويو جراحی ډاکترانو سربيره ورته د جلال اباد ښار نایان هم وربلل شوي ول.

د ننګرهار د عامې روغتیا په ریاست کې د ایچ ای وي ولایتي کوارډیناتور ډاکټر نورالحسن بشریار د هېپاټایټس ناروغۍ څخه د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی په پام کې لري چې په روان کال کې د هپاټيټس بي پينځه زرو ناروغانو ته ویکسین تطبیق کړي.

((د لومړي ځل لپاره د نړیوالې روغتیایي ادارې يا ډبلیو، ایچ، او له دغه ورځ د هېپاټایټس په ورځ ونومول شوه او د ۲۰۱۰ میلادي کال راهيسې په ټولو هيوادونو کې دغه ورځ نمانځل کيږي. سږکال موږ دغه ورځ په ننګرهار ولایت کې د دې شعار لاندې نمانځو چې هپاټيټس د مخنيوي او درملنې وړ ناروغي ده. موږ به په ۱۳۹۵ لمریز کال کې تر پینځه زرو پورې ناروغانو ته ویکسین تطبیق کړو او په پام کې لرو چې د هغوی د درملنې لپاره سهولتونه برابر کړو.))

دا چې خلک کوم تدابير په پام کې ونیسي چې له هېپاټایټس یا تور ژېړي له ناروغۍ څخه ځانونه وژغوري، د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیاله، مقدسه معراج يې په ځواب کې وايي:

((ډاکټران بايد په محفوظ ځایونو کې جراحی پريکټسونه اجرا کړي، هیوادوال باید په دې پوه شي چې کوم ځای کې ښې او پاکې معاینه خانې نه وي، هلته بايد د غاښونونو د ویستلو لپاره لاړ نه شي، ماشومان باید په پاکو او نویو وسایلو سنت شي، کله چې نايي ته ځي باید دوی مطمین شي چې پاکه او نوې پاکي ورته استعمال شي او کله چې ورته په شخصي معاینه خانو کې دوی ته ستن وهل کيږي، باید له نوي سرینج نه کار واخيستل شي.))

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د ایډز د ملي کنټرول څانګې د تېرو څلورو کلونو راهيسې په افغانستان کې د هېپاټایټس یا تور ژېړي ۷۰۵۱ پيښې تثبیت کړي چې يوازې د ۱۳۹۴ لمریز کال په دوران کې ۱۸۰۴ پېښې ريپورټ شوي چې دا د مجموعې نفوذ اوه فیصده جوړوي چې پينځه فیصده يې په هپاټيټس بي او دوه فیصده يې هېپاټایټس سي تثبیت شوي دي. د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو څلورو کلونو راهيسې ۹۸۱ هېپاټایټس

پېښې ثبت شوي چې ۶۵۴ يې هېپاټایټس بي او ۳۲۷ يې هېپاټایټس سي باندې اخته دي. دوی وايي چې په نیږدې راتلونکي کې به د ننګرهار د عامې روغتیا په مرکزي روغتون کې د پی سي ار د معایناتو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG