د لاسرسي ځای

په کابل کې د جنبش روشنایې په مظاهرې تر برید وروستو دمظاهرو په اړه قوانین


په کابل کې د جنبش روشنایې پر مظاهرې برید وروستو، د مظاهرو په اړه قوانین له رسنیو سره شریک کړل شوي .

د افغانستان عدلیې وزارت د مظاهرو، اعتصابونو او اجتماعاتو د قانون متن له رسنیو سره شریک کړ د دغه وزارت مسوولین وایي، له دې کار څخه یې هدف په یادو برخو کې له شته قوانینو او زمه واريود خلکو خبرول دي.

دا وروسته له دې چې په وروستۍ اونۍ کې د کابل په دهمزنګ کې د جنبش روشنایې پر مظاهرې خونړی برید و شو چې په کې په لسګونه کسان ووژل شول او څه باندې ۳۰۰ ژوبل شول..

د دغه قانون په یوه برخه کې راغلي، که چېرته تشخیص شي چې د مظاهرو، اعتصابونو او یا د جلسو سیمه د امنیتي دلایلو له مخې خوندي نه ده او سیمه باید پرېښودل شي، نو مظاهره کوونکي او مشران یې مکلفه دي چې د پولیسو له امر سره سم سیمه زر تر زره پریږدي.

قانون زیاتوي، له مخکینیو او مکرره خبرداریو سره سره که چېرته دغه کسان د سیمې له پرېښولو ډډه او یا د نورو مخه ونیسي، نو تر عدلي تعقیب لاندي به و نیول شي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت که څه هم دا و نه ویل چې دا متن د دهمزنګ مظاهرې په تړاو خپور شوی خو زیاته یې کړه چې د دې کار څخه یې هدف دا دی تر څو له دې وروسته هر ډول مظاهرې باید شته قوانینو ته په کتو تنظیم شي.

هغه زیاته کړه:

دا قانون زموږ سره مرسته کوي تر څو د مظاهرو، غونډو او اعتصابونو په جوړیدو کې قانوني بهیر په پام کې و نیسو او قانوني چلند وکړو او له دولته هم غوښتلی شو چې د همدې قانون له مخې قانوني چلند ولري»

دا په داسي حال کې ده چې د جولاۍ په ۲۳ په کابل کې د جنبش روشنایې پر مظاهرې حمله کې چې داعش یې زمه واري په غاړه اخستې وه په لسګونه کسان ووژل شول او څه باندې ۳۰۰ ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG