د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چترال کې وسله والو شپونکیان وژلي


پېښور: د خېبر پښتونخوا په چترال کی د کیلاش اقلیتي ټولنې دوه شپونکي وسله والو وژلي او د هغو تر ۵۰۰ پورې ګډې بيزې يې له ځان سره بوتلي دي.

د چترال پولیسو د سپیشل برانچ یوه چارواکي د خالي پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل وسله والو د جمعې په مازيګر ړومبې دوه شپونکي وژلي او بيا يې د هغو پنځوو سوو نه زیاتې ګډې بیزې له ځان سره بيولي دي.ددې پیښي په اړه د کېلاش سيمې يو اوسيدونکي وزیر زاده نن د خالي پر ورځ مشال راډیو ته ووېل:

(( پرون سحر پنځه شپږ بجې د بمبورېت سيمې د کیلاشیانو د څاروو څرولو په یو ځای برید وشو. بريدکونکي به طالبان وي یا به ډاکوان وي. وسله والو په دې برید کي زموږ دوه کسه وژلي دي. د یو وژل شوي تن نوم ولي محمد دی او د بل نوم نور احمد دی . دوه نور شپنکې د وسله والو نه په تيښته کې بریالي شوي دي. لږ ترلږه پنځه شپږ سوه ګډې بیزې وسله والو له ځان سره بيولي دي. پرون وسله والو پاک-افغان پولې ته نږدې شپه تېره کړه او نن سحر په شیخانو کی د نورستان له خلکو مالومه شوه چې وسله والو د دوي ګډې او بيزې نورستان ته اړولې دي ))

د کېلاش سيمې يو وسيدونکي وزير زاده د مشال راډيو خبريال غلام غوث ته وويل:
د کېلاش سيمې يو وسيدونکي وزير زاده د مشال راډيو خبريال غلام غوث ته وويل:

وزیر زاده وايي بريد کونکي ډير زيات وو: ((دوي اویا اتیا کسان وو او له دوي سره راکټ لانچرې ، لاسي بمونه ، کلاشنکوفونه او نورې وسلې هم وې،د څاروو څرولو په کوم ځای چې دا حمله شوې ده پر دې درې کاله وړاندې هم داسي برید شوی وو چې په کې یو شپونکې وژل شوی وو ))

ياده دي وي چې د چترال کېلاش د ډیورېنډ کرښې ته څېرمه سیمه ده چې د افغانستان له نورستان ولایت سره پوله لري . په تير وختونو کې دې ته د ورته اکثره بريدونو زمه واري پاکستانيو طالبانو منلې خو د دې وروستي بريد په اړه يې له هم څه نه دي ويلي .

پرون وسله والو پاک-افغان پولې ته نږدې شپه تېره کړه او نن سحر په شیخانو کی د نورستان له خلکو مالومه شوه چې وسله والو د دوي ګډې او بيزې نورستان ته اړولې دي.

XS
SM
MD
LG