د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د واده جنجيانو موټر اوبو وړی ، ۲۱ کسه پکې مړه دي.


د خېبر ايجنسۍ يو پخوانی تصوير
د خېبر ايجنسۍ يو پخوانی تصوير

د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامې چارواکي وايي ، هلته د واده یو موټر اوبو وړی چې لږ تر لږه یوویشت کسان پکې وژل شوي دي.

د لواړګي تحصیل نایب پولیټیکل تحصیلدار محمد فراز مشال راډيو ته وویل چې نن سهار د خیبر په لرې پرته سیمه بازار ذخه خیلو کې واده یا جنج وړونکی - پک اپ – نومي موټر په سره شګه خوړ کې اوبو وړی دی.

د خېر ايجنسۍ د لواړګي مرستيال پوليټيکل تاسيلدار محمد فراز د خالي پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې نن سحر د خېبرايجنسۍ په لرې پراته سيمه بازار زخه خېلو کې د واده جنجيان په يوه ګاړې کې سپاره وو چې سره شګه خوړ کې پرې سلاب ورتيز شو او ګاړې په سلاوي ابو لاهو شو.

ياد چارواکی وايي دپيښې وروسته د ۲۱کسانو مړي له يو ډنډ څخه راويستل شوي دي. د ده په خبره مړه شوي کسان چې زياتره يې ميرمنې او ماشومان دي خپلو خپلو کورنېو ته سپارل شوي دي.

بازار زخه خيل د لواړګي بازار نه په خوا شا ۳۵کلومېټرۍ کې پرته غريزه سيمه ده چېرته چې د زخه خيلو يو شمېر قبيلې ژوند کوي.

په بازار زخه خېلو کې د اوږدې مودې پورې وسله والې ډلې وې چې بيا وروسته د زخه خېلو حکومت پلوه تنظيم او پوځ دغه سيمه له وسله والو پاکه کړه خو د سيمې وسيدونکي وايي سيمه يې ډيره روسته پاتې ده اود صحت او تعليم په څېر بنيادي اسانتياوې نه لري .

د دوي په خبره سړکونه يې هم وران ويجاړ پرته دي چې له وجې يې اکثره ورته پيښې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG