د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو او امریکا په شام کې د روس پر پلان اندېښنه ښودلې


ملګرو ملتونو او امریکا د شام په شمالي ښار حلب کې د روس له لوري د بشري خدمت لپاره د ځانګړو عملیاتو پر پلان اندیښنه څرګنده کړه .

د روس حکومت او په شام کې د بشارالاسد رژیم اعلان کړی چې د حلب ښار شاوخوا ته به د بشري مرستو لپاره لارې پرانیزي او په دې ډول به عامو خلکو او هغو وسله والو ته چې تسلیمیږي، له حلبه د تيښتې لار ورکړي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون وویل، دا پلان ښايي په شام کې د بحران د سیاسي حل لپاره د واشنګټن او ماسکو ګډ پلان تخریب کړي.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون ځانګړي استازي سټیفن دې میستورا هم پرون پر روس ږغ وکړ چې په حلب کې د داسې لارو پرانیستل د ملګروملتونو او د دې سازمان ملګرو ادارو ته پریږدي.

دې میستورا وویل، ددې پلان په اړه یې له روس څخه وضاحت غوښتی دی او په حلب کې يې د تشدد د زیاتیدو له امله انديښنه څرګنده کړې ده

XS
SM
MD
LG