د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په فراح کې جګړې دوه زره کورنۍ بې کوره کړې دي


د افغانستان د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د جګړې له امله دوه زره کورنۍ بې کوره شوې دي.

د دې ولسوالۍ یو شمیر خلکو پر حکومت تور پورې کړی چې په جګړه کې یې له درنو وسلو کار اخیستی او د دوي امنیت ته يې پام ندی کړی.

خو امنیتي چارواکي وايي ، په پشت رود ولسوالۍ او شاوخوا سیمه کې لږترلږه پنځه سوه وسله وال جنګیږي او امنیتي ځواکونه په ځېنو خاصو وختونو کې درنو وسلو کارولو ته مجبور دي.

د فراه امنیه قوماندان توریالي ابدیاني د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل ، "موږ د هغوي په لټون کې یو، د ملي اردو ، ملي امنیت او پولیسو مشترک عملیات دوام لري. دا زموږ چڼیز عملیات دي، هغوي په ځینې کورونو کې پټ شوي خو موږ یې په لټه کې یو. "

دا په داسې حال کې ده چې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې له یوې اونۍ راهیسې درنه جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG