د لاسرسي ځای

سید مراد علي شاه د سیند نوی وزیراعلی شو


د پاکستان د سیند صوبې نوي وزیراعلی سيد مراد علي شاه ویلي چې د مذهبي لږکیو او مېرمنو د حقونو به پوره خیال ساتي.

سید مراد علي شاه دا څرګندونې د جمعې په ماښام د سيند صوبې د اووه ويشتم وزیراعلی په توګه تر حلف اخیستو وروسته اسمبلۍ ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل ، هر سهار به پر نهه بجې خپل دفتر ته راځي.

مراد علي شاه وویل ، درغلۍ شته خو دوی به یې د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کوي.

مراد علي شاه له هغه وروسته د سيند نوی وزیراعلی وټاکل شو چې د پيپلز ګوند مشرانو اته کاله په دې څوکۍ له ناست قایم علي شاه څخه د استعفا اخیستو پرېکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG