د لاسرسي ځای

تازه خبر

'موږ خپلو افغانانو وروڼو ته سرټیټي یو'


'موږ خپلو افغانانو وروڼو ته سرټیټي یو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:38 0:00

په پېښور کې د جمعې په ورځ د ډاکټر خان تحریک کارکنانو په خېبر پښتونخوا صوبه کی د افغان کډوالو ځورولو پرضد یوه خاموشه احتجاجی مظاهره ترسره کړه. دوی خپل سرونه ټيټ کړي ول. د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې هغوی وویل نن دوی بې وسه دي نو ځکه یې خپل سرونه ټیټ کړي دي. دوی زیاتوي چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت له افغان کډوالو سره ناروا سلوک پیل کړی دی پر کورونو یې چاپې وهل کېږي. حکومت د رجسترډ افغان کډوالو موده د دسمبر یو دیرشمی پوري غځولې ده خو د غېر رجسټرډ افغان کډوالو پرضد په پښتونخوا کې سختي کاروایاني ترسره کېږی او په زوره هغوی افغانستان ته لېږدول کېږي. دا دې هم یاده وي چی په خېبر پښتونخوا کی د واکمن تحریک انصاف مشر عمران خان څو ورځې وړاندې ویلي ول چې افغان کډوال یې مېلمانه دي او حکومت ته یې امر کړی دی چې له کډوالو سره دې ښه چلند وکړل شي. خو دا خاموشه احتجاجیان وايي پر هغه امر هېڅ عمل نه کېږي.

XS
SM
MD
LG