د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف وايي طالبان ترهګر دي


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان

عمران خان که څه هم دا خبره پخوا هم رد کړې وه خو اوس یې له الجزیره ټلویزیون سره په مرکه کې نېغ په نېغه ویلي چې طالبان یو ترهګره ډله ده.

پراګ: په خیبر پښتونخوا ک د واکمن تحریک انصاف ګوند پر مشر له کلونو راهسې تور پورې کېږي چې هغه په پاکستان کې وسله والو طالبانو ته نرمه ګوښه لري.

خو عمران خان که څه هم دا خبره پخوا هم رد کړې وه خو اوس یې له الجزیره ټلویزیون سره په مرکه کې نېغ په نېغه ویلي چې طالبان یو ترهګره ډله ده.

نوموړي د یو پوښتنې په ځواب کې طالبانو ته په اشاره ویلي ، په دې کې څه شک نشته چې هغوی ترهګر دي.

د تحریک انصاف مهم مخکښ او له سواته د یاد ګوند د قومي اسمبلۍ له غړي مراد سعیده مې وپوښتل چې ایا د دوی ګوند خپله تګلاره بدله کړې ده که څنګه؟

هغه وویل ، دوی پخوا هم داسې دریځ درلود خو د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته زیاتره ګوندونه په یوه خوله شو.

مراد سعید وویل ، په پاکستان کې پرېکړه شوې وه چې په طالبانو کې به ښه او بد نه وي او له هغه وروسته ټولو ګوندونو په دې اړه یو دریځ غوره کړ.

د نوموړي په وینا ، په پاکستان کې د ټولو وسله والو پر ضد یو ډول ګامونه پورته کېږي او یوازې هغه خلک پر پاکستان د ښه او بد توپیر کولو تور پورې کوي چې خپلې ناکامۍ پتې کړي.

خو د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وړاندې هم یو شمېر ګوندونو په څرګنده طالبان ترهګر بلل او د هغوی مخالفت یې کاوی.

په دې ګوندونو کې پاکستان پپلز ګوند ، متحده قومي موومنټ او په ځانګړې توګه عوامي نشنل ګوند د پام وړ وو د کوم چې تر بل هر ګوند زیات مشران او غړي وژل شوي دي.

مراد سعید د دې پوېښتنې چې ایا تحریک انصاف هم اوس طالبان ترهګره ډله بولې او که نه ، په ځواب کې وویل ، په دې کې هیڅ شک نیشته.

د ده په وینا ، دا دښمنان او بهرنۍ استخباراتي ادارې په دې کې ښکېلې پاتې شوې دي چې په پاکستان کې بد امني جوړه کړي او دلته حالات کړکېچن کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نه یوازې په افغانستان کې طالبان پر حق بللي وو بلکې په پاکستان کې یې وسله والو طالبانو ته د رسمي دفتر ورکولو اعلان هم کړی وو.

د نړیوالو تر څنګ افغانستان له پاکستانه په وار وار غوښتنه کړېده چې بې له توپیره دې د وسله والو پر ضد ګامونه واخلي او خپله خاوره دې دې ته نه پرېږدي چې ورڅخه په افغانستان کې ترهګري وشي.

د پاکستان ولسي حکومت او پوځي مشرتابه په پرلپسې توګه دا یوازې تورونه بللي دي او وایي چې دوی په خپله هم د ترهګرۍ ښکاري دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جولايي میاشتې په منځ کې د پاکستان جیو ټلویزیون ته په مرکه کې وویل ، که پاکستان روښتیا د ترهګرو پر ضد بې له توپیره عملیات کوي نو بیا ولې هلته مېشتو افغان طالبانو او حقاني شبکې ته څه نه وايي؟

د افغان ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان له خوا د ولسي حکومت او یا پوځي مشرتابه کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG