د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر اېجنسۍ وران کړل شوي سکولونه ودانېږي


د خېبر اېجنسۍ تعلیم چارواکي وايي، د خېبر په جنګ ځپلو سیمو کې یې د کډوالوله ورستنېدو سره سم د تعلیم ودرېدلې لړۍ یو ځل بیا روانه کړې ده او د وسلوالو له لاسه په بمونو الوځول شویو سرکاري سکولونو د بیا رغولو کار یې پیل کړی دی.

د خېبر تعلیم ادارې مشر عبدالروف
د خېبر تعلیم ادارې مشر عبدالروف

د خېبر تعلیم ادارې افسر عبدالروف مشال له ريډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل،(په ټوله خېبر اېجنسۍ کې وسلوالو خوا وشا یو سل او درې اتیا سرکاري (۱۸۳) سکولونو کې چاودنې کړې وې چې په دې کې یوازې د باړې یو سل او درې پنځوس (۱۵۳) سکولونه شامل دي او په هغه کې بیا څلورنوي(۹۴) په مکمله توګه تباه شوي وو،او د دغه ورانو سکولونو د بیا رغولو اتیا (۸۰٪) فیصده تعمیراتي کار مکمل شوی دی خو تر اوسه موږ ته نه دي حواله شوي او په متبادله توګه مو په خېمو کې زده کړې پیل کړي دي)

عبدالروف وویل:

((د دغه سکولونو په تعمیراتي کارمکملېدو به یو کال نور لګېږي دا ځکه چې دا ځل د نوې حکومتي پالیسۍ مطابق په سرکاري پرایمري سکولونو کې د دوه(۲) کوټو پرځای شپږ(۶) کوټې تیارېږي او مډل او های سکولونو ته به یې اضافي سهولتونه ورکول کېږي، او د جینکو د تعلیم لپاره هم برابر بندوبست روان دی))

د خېبر اېجنسۍ باړې یو تن شیر رحمان اپرېدی وایي چې((موږ په باړه کې د سکولونو په بیاـ بحالې ډېر خوشاله یو خو باید په تعمیراتي کار کې یې معیاري مواد استعمال شي))

د باړې د سرکاري سکول یو استاز خان اپریدې بیا وایی چې ((اوس مو ماشومانو ته په خېمو کې زده کړې شورو کړې دي،او هیله من یو چې په باړه کې به د سرکاری سکولونو ودانۍ تیارې شي))

د خېبر اېجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په تیر اووه (۷) کاله کې په باړه او خوا وشا سیمو کې د وسلوالو پرضد د پو ځي عملیاتو او بد امنې له امله د دغې سیمې د تعلیم په شرح ډير اثر پرېوتی دی او په زرګونه ماشومان ورسره د تعلیم حاصلولو نه محرومه شوي وو خو اوس په دې سیمه کې امن بحال شوی او بې کوره شوي خلک ورته ستانه شوي دي او دوی هڅه کوي چې د تعلیم پرېوتې شرح پکې یو ځل بیا راپورته کړي،

XS
SM
MD
LG