د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او ترکیې پوځي او استخباراتي عملیات ځنډني شوي


امریکايي چارواکي وايي، د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته د ترکیې په پوځ کې تصفیه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د دواړو هېوادونو پوځي او استخباراتي عملیات ځنډني کوي.

په کولراډو کې یوې امنیتي غونډې ته په وینا کې د امریکا ملي استخباراتو رییس جېمز کلیپر او د امریکا مرکزي کمانډ مشر جنرال جوزف ووټل وویل، په پوځ کې د تصفیې له کبله ډېری داسې ترکي افسران لرې کړل شوي او ځېنې یې زنداني کړل شوي دي چې اسلامي دولت ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره یې له امریکا سره مرسته کوله.

تر ناکامې کودتا وروسته ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان د ناټو په دویم تر ټولو لوی پوځ کې بدلونونه او ترمیم پیل کړ او تېره ورځ یې پوځ تر خپل واک لاندې راوستو لپاره اقدام وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG