د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګېلا مېرکل د کډوالو په باب دریځ بدلول رد کړ


د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل په سختو ټکو د هېواد وروستي خونړي بریدونه غندلي خو د کډوالو په اړه یې د خپل دریځ بدلولو غوښتنې رد کړې دي.

نوموړې تېر مازیګر په برلېن کې خبریالانو ته وویل، ترهګر غواړي د جرمني دا اراده زیانمنه کړي چې مجبوره او ((ضرورتمند خلک)) قبول نه کړي.

دې وویل، هغوی ((د کلتورونو او مذهبونو تر منځ کرکه او وېره ویني.)) خو دوی ((په پرېکنده ډول د دې پر ضد درېدلي دي.))

په تېره یوه اوونۍ کې په جرمني کې څلور بریدونه وشول چې پکې د درې وسله والو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. مېرکل وویل، هغه حملې ((وېروونکې، ظالمانه او خپه کوونکې وې)) خو د دې ښکارندويي نه کوي چې ګواکې چارواکو واک له لاسه ورکړی.

جرمني تېر کال شاوخوا یو میلیون کډوالو ته دروازې پرانیستې چې په نتیجه کې یې د مېرکل دا تګلاره له پراخ انتقاد سره مخامخ شوه. جرمني ته ورغلي زیاتره کډوال د شام، عراق او افغانستان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG