د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان حکومت دې کم عمره بندیان خوشې کړي'


د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې پر افغان امنیتي ادارو تور پورې کړی چې د هېواد په شاوخوا ۲۰۰ زندانونو کې داسې کسان هم بنديان دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي.

هیومن رایټس واچ د پنجشنبې ورځ په خپل رپورټ کې وویل، سلګونه ماشومان له طالبانو سره د اړیکو، د ځانمرګو بریدونو پلانولو او یا له وسله والو سره د همکاریو په تور نیول شوي او بندیان دي.

رپورټ وايي، په زندانونو کې ځورونه او وهل ټکول یوه عادي خبره ده او یو شمېر ماشومان قیدیان وايي، د وېرې له لاسه یې د جرمونو اعتراف کړی دی.

په رپورټ کې غوښتنه شوې چې له قانوني پړاوونو پوره کولو پرته دې د ماشومانو د زنداني کولو لړۍ په سمدستي ډول پای ته ورسول شي.

افغان حکومت د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې دې رپورټ په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG