د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانی پوځ دې له سواته ووځي'


کالام کې ولس د پوځ او بولیس ضد راوتی دی. ۲۸م جولای ۲۰۱۶
کالام کې ولس د پوځ او بولیس ضد راوتی دی. ۲۸م جولای ۲۰۱۶

د سوات ځېنو قامي مشرانو او سیاستوالانو غوښتنه کړې چې پولیس هم شته او انتظامیه هم، نو پوځ دې له سیمې ووځي.

دوی بېګا ماښام تر هغې وروسته له مشال راډیو سره خبرې کولې چې په کالام کې د امنیتي سرتېرو له قیده د خوشې کړل شوي یوه کس [شهزاده] ځانوژنې په غبرګون سلګونه خلکو وړمه شپه احتجاجي لاریون وکړ او بیا پوځ تېره ورځ په سیمه کې ګرځبندیز ولګاوه.

سوات کې د یوه تن ځانوژنې ولس د پولیس او پوځ پرضد پارولی
سوات کې د یوه تن ځانوژنې ولس د پولیس او پوځ پرضد پارولی

د سوات ځېنو قامي مشرانو او سیاستوالانو تور پورې کړ چې په سیمه کې پوځي پوستو، ګرځبندیزونو او امنیتي اقداماتو د دوی له کاروبارونو سره سره ورځنی ژوند هم اغېزمن کړی دی.

دوی وايي، په دومره لوی شمېر کې د کالام ولس د ځايي کس شهزاده د ځانوژنې په غبرګون کې نه وو راوتلي بلکې دا په اصل کې د پولیس او پوځ ضد د ولسي غوسې څرګندونه وه.

زاهد خان
زاهد خان

د سوات هوټلونو اتحادیې او قامي مشر زاهد خان وايي، (پوځ امن نه دی راکړی، د خپلو ساتونکیو بغېر له کوره نشم وتلای، ګرځېدلای نشم، زه دې ته څنګه امن ووایم، زما یو مشر په امن دی. بیا چې کله یوه پېښه وشي نو سړی د پوځ او پولیس د چېک پوسټ په مخ کې ورک شي. نور دا صورتحال د برداشت نه دی.''

زاهد خان وايي، پوځ سوات سیمه له وسله والو پاکه ګرځولې، پولیس هم موجود دي، نو بیا د پوځ شتون یا پاته کېدل هېڅ جواز نه لري.

پاکستانی پوځ په سوات کې ګشت کوي
پاکستانی پوځ په سوات کې ګشت کوي

یاده دې وي چې سوات سیمه یومهال د وسله والو په ولکه کې وه چې پروړاندې یې په ۲۰۰۹م کال پوځي عملیات وشول او دغه سیمه یې له وسله والو پاکه اعلان کړه. خو د دې باجود وخت نا وخته د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبر پښتونخوا مشر مختار خان یوسفزی وايي، کله چې په سوات کې ولس د وسله والو طالبانو له ظلمونو تنګ شو نو دوی غوښتل چې پوځ راشي او له وسله والو یې خلاص کړي. دی زیاتوي چې هم دغه وجه وهو سواتیانو د وسله والو پروړاندې د پوځ هرکلی وکړ. خو د ده په خبره د خلکو د ارام او پرامنه ژوند ارمان بیا هم پوره نه شو.

''داچې خلک ډېر په عذاب شول، دهشتګردي وه، وهل ټکول وو، بیا چې کله پوځی عملیات پیل شول، نو خلکو تمه لرله چې پوځ به راشي او دوی به یو ازاد ژوند تېر کړي، خو ریښتیا خبره دا ده چې دا خواهش د خلکو پوره نشو. د پوځ تر راتګ وروسته هم خلک ډېر زیات په عذاب کې دي، ډېر زیات تنګ دي، په کلیو کې اوس په خلکو په زوره چوکۍ کوي.''

مختار خان یوسفزی
مختار خان یوسفزی

مختیار خان یوسفزي زیاته کړه چې دا وخت د پوځ له وجې د خلکو په ازاد تګ راتګ بندېز دیاو تېره ورځ هم په کالام کې ګرځبندیز ]کرفیو] لګېدلی وو.

د سوات هوټلونو اتحادیې مشر زاهدخان وايي، د پوځ لخوا هرځای په سیمه کې د لټون عملیاتو له کبله د خلکو سوداګرۍ، سېلګرۍ او د هوټلونو کاروبار ته ډېر زیات تاوان رسېدلی دی. دوی وویل، په سیمه کې د ملکي انتظامیې رول او واک تقریباً نشته او کنټرول د پوځ په لاس کې دی.

له سوات د خېبر پښتونخوا اسبملۍ غړی فضل حکیم
له سوات د خېبر پښتونخوا اسبملۍ غړی فضل حکیم

خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ او واکمن تحریک انصاف غړی فضل حکیم دا نه مني او وايي، پوځ یوازې د ترهګرۍ ضد عملیاتو چارې پر مخ وړي.

''دا خبره سمه نه ده چې په سوات کې هرڅه د پوځ په لاس کې دي، دلته باقاعدهانتظامیه ده، پولیس دی او له هغوی سره پوره اختیار دی، او پوځ یوازې د ترهګرۍ ضد چارې پرمخ وړي.''

په دې اړه د پوځ له عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) سره په خبرو بریالي نشو. خو په تېرو وختونو کې پوځ دغه ډول تورونو رد کړي او ویلي یې ول چې دوی په سوات کې د امن ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG