د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلېنټن وايي، پر هېڅ مذهب به بندیز نه لګوي


پراګ - هیلري کلېنټن په رسمي ډول د ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندي منلې ده.

د پنجشنبې پر شپه په فېلاډېلفیا کې د ډېموکراټ ګوند څلور ورځنۍ غونډې ته په وینا کې نوموړې وویل، پر دې یې سر خلاص دی چې ((هېواد یې د څه پر وړاندې درېدلی دی. خو دوی نه ډارېږي او د تل په څېر به له دې ننګونې څخه هم بریالي او سرلوړي ووځي.))

هېلري کلېنټن په خپله وینا کې، په ډېموکراټ ګوند کې د خپل پخواني سیال برني سېنډرز مننه وکړه او ویې ویل چې د هغه فکر او نظر د امریکایانو، په ځانګړي ډول د ځوانانو ((په زړه کې ځای)) کړی نو ځکه به په ګډه ورسره کار کوي.

نوموړې د رېپبلېکن ګوند له خوا د ولسمشرۍ کاندید ډونلډ ټرمپ پر څرګندونو انتقاد وکړ او د هغه ویناګانو ته یې په اشاره وویل، که ولسمشره شوه نو د دېوالونو جوړولو پر ځای به داسې اقتصاد جوړوي چې هر کس ته کار پیدا شي:

((موږ به دېوال نه جوړوو، د دې پر ځای به داسې یو اقتصاد جوړوو چې هر کس چې غواړي یو ښه کار ولري، تر لاسه یې کړای شي. موږ به هغو کډوالو ته د امریکا وګړیتوب ورکولو لار پیدا کړو چې وار له مخه زموږ اقتصاد ته ګټه رسوي او برخوال یې دي.))

هیلري کلېنټن د ډېموکراټ ګوند نوماندي ومنله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

هیلري کلېنټن د مسلمانانو په اړه هم د ټرمپ څرګندونې رد کړې او پر یوووالي یې ټینګار وکړ:

((موږ به پر کوم مذهب بندیز نه لګوو. موږ به له ټولو امریکایانو او له خپلو ټولو ملګرو سره یو ځای کار وکړو چې د ترهګرۍ پر ضد وجنګېږي او ماته ورکړي.))

کلېنټن زیاته کړه چې په امریکا کې ډېرې مسلې دي، لکه ټولنیز او اقتصادي نامساوي حالت، تر اقتصادي بحران وروسته د ډېرو خلکو تنخا نه ده زیاته شوې، د واشنګټن چارې په ځېنو ځایونو کې درېدلې دي او د هېواد دننه او بهر ګواښونه موجود دي، چې د هر یو په اړه به، د یو هېواد او ولس په توګه په ګډه تګلاره جوړوي.

د ډېموکراټ ګوند غونډې په وروستۍ شپه ځېنو نورو کسانو هم ویناګانې وکړې چې پکې یو په افغانستان کې د ځواکونو پخوانی قومندان، په عراق کې د یوه وژل شوي امریکايي مسلمان سرتېري پلار او د هېلري کلېنټن لور د ذکر وړ دي.

هیلري کلېنټن د امریکا په تاریخ کې لومړۍ ښځه ده چې په رسمي ډول د ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندي یې ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG