د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې ښار پخوانی ښاروال مقبول لهړۍ ګرفتار


د کوټې ښار باچاخان څلورلاره
د کوټې ښار باچاخان څلورلاره

د احتساب قامي اداری (نیب) د بلوچستان مرکزي ښار کوټې پخوانی ښاروال مقبول لهړي د درغلۍ په تورنیولي دی. مقبول لهړي نن زیارت ورځ تر هغه وروسته د نیب ادارې ونیاو کله چې په کوټه کې احتساب عدالت د پخواني ښاروال د ضمانت درخواست رد کړ.

په کوټه کې د احتساب قامي اداري (نیب) د ویاند عبدالشکور په ویناچي پر مقبول لهړي باندي نه یوازې د ۷۹ لاکو روپيو درغليو تور دی بلکې د هغه له خپلو اختیاراتو ناجایزه ګټه هم اخیستې وه، او په ناقانونه توګه يې په کوټه ښار کې حکومتي ځمکې د یوشمېر خلګو په نومونو اړولې وې.

د ویاند په وینا چي د پخواني ښاروال پرضد په ۲۰۰۷ م کال د درغليو پلټنه پیل شوې وه او په۲۰۱۴ م کال یې پرضد مقدمه درج شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG