د لاسرسي ځای

د تیرا کوکيخېل کډوال ستنېدل غواړي


د خیبر ایجنسې په جمرود کې د تیرا کوکي خیلو کډوالو د خپلو حقوقو لپاره یوه جرګه وکړه او غوښتنه یې کوله چې دوی ته دې هم د نورو قبیلو د کډوالو غوندې حقوق ورکړل شي. د خېبرایجنسۍ په لیرې پرته سیمه تیرا کوکيخېلو باندې په ۲۰۱۲ کال کې وسلوالو طالبانو قبضه کړې وه او په سلګونه کورنۍ ترې کډه شوې وې او تر اوسه په جمرود کې خپلو خپلوانو کره میشت دي. یاده دې وي چې د تیرا میدان برخه له وسلوالو پاکه کړل شوې ده خو د تیرا کوکيخېلو په ځینو برخو کې اوس هم وسلوال شتون لري او د دوی پرضد پوځي عملیات دوام لري. د فرهاد شینواري ویډيو

XS
SM
MD
LG