د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان حکومت دې فاټا کې د سکولونو تړلو تګلاره بیرته واخلي'


دا غوښتنه د شورو په ورځ د سېنېټ غونډې دوران له فاټا سره تعلق لرونکیو سېنېټرانو کړې ده.


د قبایلي سیمو سېنېټران واېي چې د وفاقي حکومت د فاټا لپاره د رېشنلايزېشن پالیسي دوی په هېڅ ‌ډول نه مني ځکه چې له دې به د قبایلي سیمو ماشومان له تعلیمه محرومه پاتې شيباید چې دا تګلاره سمدستي ودرول شي.

په اسلام اباد کې د شورو په ورځ د سېنېټ غوڼدې دوران له جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي سېنېټر صالح شاه د وفاقي حکومت لخوا د فاټا لپاره اعلان شوې د رېشنلایزېشن پالېسۍ باندې ټکونه وکړه او د دې پرضد ېي تحریک التوا وړاندې کړو چې پکې وویلشول، تر د دې پالېسۍ لاندې په قبایلي سیمو کې۴۹۷ اسکولونه بند کړل شوي دي چې له کبله ېي د فاټا په تعلیم ډېر بد اغېز پرېوتی دی.

د زیارت ورځ له مشال راډیو سره خبرو کې نوموړي وويل چې د دې پالیسۍترلاندې حکومت اعلان کړې چې په کوم اسکولونو کېد یو استاز په سر په یو ټولګي یا کلاس کې له اویاو ماشومانو کم ماشومان سبق واېي نو هغه اسکولونه به بندولې شي نو داسې خو به رو په رو د قبایلي سیمو ټول اسکولونه بند شي

د نوموړي په وینا په دې اړه د دوي په جمع شوي تحریک التوا به نن/پنجشنبه په سېنېټ کې بحث کېږي.

سېنېټر صالح شاه زیاته کړه:

(فاټا رېشنلایزېشن پالیسي دوی په کال ۲۰۱۵ کې جوړه کړهاو له هغه ورځې زما د دوي سره اختلافات ول چې دا پالیسي ظلم دی دا زیاتې دی ځکه چې پالیسي هلته پکار ده چې کوم ځاي خلک وي نو د فاټا ولس ټول در په در او د کډوالئ ژوند تېروي نو دلته خو هسې هم په اسکولونو کې خلک نشته نو ښکاره خبره ده چې دلته به زیات اسکولونه تړل کېږي نو دا د فاټا لپاره ډېره خطرناکه پالیسي ده. اوس دوی وايي چې اویا فيصده ماشومان په سکول کې لازمي وي نو دا خوزیاتی دی نو ما د دې پرضد تحریک التوا وړاندې کړو او زه به په هر ډګر د دې پرضد اواز پورته کوم.)

کله چې مشال راډیو په دې اړه له کرمې ایجنسۍ سره تعلق سېنېټر سجاد توري نه وپوښتل نو هغه وویل چې دوی د ټول فاټا سېنېټران د دې پالیسۍ پرضد دي او له حکومته غوښتنه کوي چې دا واپس واخلي.

نوموړي وویل:

(موږ ټول سېنټران د دې پاليسۍ پرضد یو او موږ د دې غندنه کوو ځکه چې اوس په یوه سیمه کې سکول بند کړل شي نو د هغه سیمې ماشوم به څنګه بلې سیمې ته ځي؟ او بیا په غریيزه سیمه کې خو دا نور هم مشکل شي. او بله دا چې اکثره د قبایلو له یوه بله سره دښمنئ وي نو داسې دا پالیسي نشي کامیابېدائ نو حکومت په فاټا کې د ښه والي پر ځای د خرابۍ لپاره تعلیمي اصلاحات وکړل.)

کله چې مشال راډیو د حکومت ددې پالیسۍپحقله د تعلیم لپاره د کارکونکي یو تنظیم غړې او تعلیمي چارو کار پوه عمر اورکزئ نه وپوښتل نو هغه وويل:

(په فاټا کې خو له وړاندې نه تعلیمي صورتحال ډېر خراب دي اسکولونه ړنګ دي او ځنې اسکولونه د خرابو حالاتو په وجه بند دي نو که حکومت دا اقدام وکړو نو فاټا کې به ډیر زیات ماشومانو له تعلیمه محرومه پاتې شي باید چې حکومت د داقسمه پالیسو نه ډډه وکړي.)

یاده دې وي چې په ټول پاکستان کې د تعلیم لپاره کارکونکي تنظیم الف اعلان د یو رپورټ مطابق چې دا وخت په فاټا کې ټول ۶۰ فيصده ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې یواځې ۷۵ فيصده ماشومانې جینکۍ شاملې دي.

XS
SM
MD
LG