د لاسرسي ځای

غور: له شبږ کلنې نجلۍ سره د نکاح په تور یو سپینږیری نیول شوی


په غور کې یو عمر خوړلی سړی د یوې شپږ کلنې نجلۍ د تښتونې او له هغې سره د نکاح په تور نیول شوی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد زمان عظیمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تر څيړنې لاندې ده.

سید محمد کریم چې ځان د دغې شپږ کلنې نجلۍ میړه پيژني ادعا کوی چې د دې جلۍ کورنۍ خپله ماشومه لور هغه ته په تحفه کې ورکړې او نوموړي په هرات کې د څلویښتو کسانو په حضور کې له دې نجلۍ سره نکاح کړې ده.

خو پولیس وایې چې د دې نجلۍ کورنۍ په ټلیفوني تماس کې دوېته ویلي چې لور یې تښتول شوې ده.

XS
SM
MD
LG