د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خېبر پښتونخوا پولیس لا هم افغان کډوال ځوروي'


په خېبر پښتونخوا کې د افغان حکومت لخوا ټاکل شوې د افغان کډوالو د چارو مشر عبدالحمید جلیلي وايي چې د خېبر پښتونخوا حکومت او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ژمنو باوجود اوس هم په سیمه کې افغان کډوال ځورول کېږي. نوموړی وايي د دواړو خواؤ چارواکو تر منځ د وروستیو ناستو څه ګټورې نتیجې مخې ته نه دي راغلې.

((موږ په بیا بیا په دغه موضوع باندې دوی ته شکایت کړی دی، چې پولیس مهاجرین نیسي، ځوروي یې او اذیت ورکوي، هغوی زنداني کوي او هغه څوک چې مهاجر کارډونه او پي او آر کارډونه لري هغه هم نیسي. خو په حقیقت کې هېڅ قسمه پېشرفت موږ نه دی لیدلی. امید دی چې دا وروستۍ لیدنه چې له افغان سفیر عمر زاخېلوال او د عمران خان ترمنځ شوې ده، په دې معامله کې پېشرفت وشي. دوی په خپلو وعدو ودرېږي او د مهاجرینو د ازار او اذیت سلسله بنده شي. راتلونکې اوونۍ کېدای شي زموږ سفیر صېب پېښور ته سفر وکړي او نور جزویات او تفصیل به یې انشا الله په پېښور کې له چارواکو سره تر خبرو وروسته مخې ته راشي.))

دا خبره په پېښور کې میشت یو افغان کډوال عبدالرشید هم تایدوي او وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود یې پولیس تنګوي.

((د خېبر پښتونخوا حکومت چې کومې خبرې کوي په میډیا باندې چې افغان کډوال زموږ مېلمانه دي، موږ به یې نه ځوروو او په ښه طریقه دې دوی ولاړ شي، دا خبرې تش تر میډیا پورې دي، په میډیا باندې ویل کېږي خو په حقیقت کې داسې هېڅ نشته. دوی هم هغه شان ګېرېږي، له دوکانه کس اوچت کړي، له کارډ سره. هغوی ورته وايي چې له ما سره پي او ار کارډ شته، خو تاڼې ته یې یوسي او تر هغه وروسته یې وطن ته ولېږي. پر تورخم باندې ډېر زیات تکلیف دی، ډېر په عذابول کوي. زما سودا پکار وي، زه له کوره بهر نه شم وتلی))

په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په دا وروستیو کې له عمران خان سره لیدلي ول. په هغه لیدنه کې عمران خان نوموړي ته باور ورکړی وو چې د افغان کډوالو تنګېدل بندول او په عزت سره واپسي به یې یقیني کوي. عمران خان څو ورځو مخکې پر خپله ټویټر پاڼه د پښتونخوا له حکومته او د صوبې له ولسه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو درناوی دې وکړي.

په خېبر پښتنوخوا اسمبلۍ کې د واکمن ګوند غړی عارف یوسف وايي چې په دغه معامله د دوی مخکینۍ ناستې شوې دي او د وزیر اعلی د سختو احکاماتو جاري کېدو باوجود که داسې څه مسله وي نو دوی ته دې رپورټ ورکړل شي.

(( عمران خان چې دا خبره کړې وه چې دوی به په باعزته طریقه واپس ځي. وزیر اعلی صیب په دې لړ کې باقاعده یوه غونډه کړې وه او پولیسو ته یې سخت احکامات ورکړې دي. هغه ویلې وو چې کله هم داسې څه واقعه مخې ته راغله نو د هغه پولیس خلاف به سخته کاروايي کوي. زموږ نورې غوڼدې هم شوې دي. په دې لړ کې که له افغان لوري یو څوک راځي نو بالکل موږ ورته دعوت ورکوو چې راشي.که چېرته داسې یو څه واقعه شوې هم وي نو د وزیر اعلا له طرفه ورته زه وایم چې را دې شي، که چېرته د پولیسو او یا د حکومتي چارواکيو خلاف کومه خبره وي نو موږ به یې طرف اخلو او خیال به یې ساتو او پولیسو یا یو چا چې هم غلطي کړې وي، د هغوی خلاف به کاروايي هم کوو))

عارف یوسف وايي له کومو افغان کډوالو سره چې قانوني اسناد نه وي نو هغوی به هم په باعزته طریقه وطن ته لېږل کېږي او د نورو کډوالو پاتېکېدو موده تر ختمېدو پورې به د دې خبرې پوره خیال ساتي چې تنګ نه کړل شي.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وايي په پاکستان کې یو نیم میلیون رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په خېبر پښتونخوا کې پاتې کېږي. د ادارې شمېرې ښيي یو نیم میلیون غېر رجسټرډ افغان کډوال هم په دغه هېواد کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG