د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د یوه تن ځانوژنې ولس د پولیس او پوځ پرضد پارولی


سوات کې احتجاج
سوات کې احتجاج

د سوات په سېلګریزه سيمه کالام کې د شورو/چارشنبې ورځ په سلګونو خلکو د پوځ اوپولیسو خلاف هله په احتجاج راووتل چې د ادعاو له مخې یوه ځايي تن د پولیس او پوځ د ناروا چلند له وجې سیند ته ودانګل او خودکشي یې وکړه.

د کالام بازار صدر راحت خان نن/زیارت ورځ مشال راډيو ته وويل، چې بېګا شپه د دې عمل خلاف په سلګونه کسانو بازار وتړلو، او د پولیس او پوځ پر ځایونو یې کاڼي واورول.

راحت خان د دغه پېښې په اړه وویل،

(شهزاده نومي یو تن د پوليسو او پوځ د سختې رویې او ځای پر ځای تلاشۍ له وجي خودکشي وکړه. دی دوې ورځې له پولیس سره په تحویل کې وو، له پولیسه چې فارغ شو نو پوځ وغوښتلو، نو د علاقې مشران هم ورسره ولاړل خو په لار کې هغه سین ته ودانګل، له پېښې پس ځايي خلک راوپارېدل، احتجاج یې وکړ، پر تاڼه ورغلل، او د پوځ پر ځایونو ورغلل.)

احتجاجیان غوښتننه کوي چې امنیتي ادارې دې د ترهه ګرۍ په نوم شريف او بې ګناه ولس نه تنګوي.
احتجاجیان غوښتننه کوي چې امنیتي ادارې دې د ترهه ګرۍ په نوم شريف او بې ګناه ولس نه تنګوي.

راحت خان زیاتوي چې نن هم په احتجاج کې د کالام بازارتړل شوی دی، ولسي جرګه روانه ده، د نوموړي په خبره چې دغه ډول پېښې یې سیمې ته لوی زیان رسوي.

(زه په خپله د بازار مشر یم، ولس راغلی او وايي، بازار به تړو. قومي زور خو ډېر وي کنه، جرګه روانه ده، د دوی غوښتنه دا ده چې له پوځ سره په بند کې بې ګناه کسان دې نه شکنجه کوي، زموږ خو کاروبارونه بېخي تباه شول، وړاندې به په کالام کې د شپې تېرولو لپاره کوټه نه ملاوېدله خو اوس بېخي شاړ دی. زموږ خو ژوند سم په ټپه ودرېدلو، ډېر زیات خپه یو، نور څه ووایو.)

د وروستیو مالوماتو له مخې ځايي ولس د شهزاده مړی لا هم د سړک پر غاړه ایښی دی او د احتجاج له مخې یې خاور ته نه سپاري.

د کالام تاڼې مشر سلیم یوسف مشال راډيو ته وویل، شهزاده پولیسو د پوښتنو ګروږنو لپاره نیولی وو خو پر هغه هېڅ ډول تشدد نه دی شوی او بیا پوځ هم د نورو پوښتنو لپاره وربللی وو او په پوښتنو ګروږنو که یو تن خودکشي کوي نو دوی هېڅ نشي ویلای.

مشال راډيو د پوځ له اړونده چارواکو سره بیا بیا تماس نیولی دی خو هغوی لا هم هېڅ دریځ نه دی ښودلی.

احتجاجیان غوښتننه کوي چې امنیتي ادارې دې د ترهه ګرۍ په نوم شريف او بې ګناه ولس نه تنګوي.
احتجاجیان غوښتننه کوي چې امنیتي ادارې دې د ترهه ګرۍ په نوم شريف او بې ګناه ولس نه تنګوي.

XS
SM
MD
LG