افغان چارواکي وايي چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې پولیس افغان کډوال ځوروي.
دا څرګندونې په دغه صوبه کې د افغان کډوالو د چارو مشر عبدالحمید جلیلي تېره ورځ د مشال رېډیو سره په خبرو کې وکړی، نوموړی وویل د پښتونخوا صوبايي حکومت ویلي ول چې پولیس به افغان کډوال نه ځوروي خو دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک د تېر ګل په ورځ مشال راډیو ته وویل پولیسو ته یې په سختۍ سره هدایات کړی چې د افغان کډوالو له ځورولو ډډه وکړي.