د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت ځايي حکومتونو ته واک نه سپاري


په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ضلعي حکومتونو یو شمېر ناظمین تور لګوي چې د واکمن تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د اعلان باوجود صوبايي حکومت دوی ته اختیارات په مکمله توګه نه دي سپارلي.

د شورو/چارشنبې ورځ د شانګلی ضلعي ناظم نیاز احمد مشال راډیو ته وویل دا اعلان د یوه کاله ځنډه پس کېږي خو لا هم نه عملي کېږي.

د یادونې وړ ده چې په دا ورستیو کې عمران خان د صوبايي اسمبلۍ له غړیوپرمختیايي کارونه مقامي حکومتونو ته د سپارلو اعلان کړی وو او صوبايي حکومت وايي چې دا به ډېر ژر عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG