د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبریم کورټ پنجاب کې د ماشومانو تښتولو نوټس اخیستی


د پاکستان سپریم کورټ قایمقام چیف جسټس په پنجاب صوبه کې د ماشومانو د مخ په زیاتېدونکې د کېسونو از خود نوټس اخیستې.

قایمقام چیف جسټس میا ثاقب نثار د پنجاب صوبې د پولیسو مشر عدالت ته غوښتې او امر یې کړې چې د زیارت په ورځ دې یو تفصیلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړې شي.

د سپریم کورټ د خبر پاڼې ترمخه قایمقام چیف جسټس دا نوټس د مطبوعاتو د رپوروټو په بنیاد اخیستې او ویلي چې مطبوعاتو څږ کال د شپږ سوه ماشومانو د تښتولو کېسونه رپورټ کړې چې پکې درې سوو نه زیات ماشومان د پنجاب صوبې سرښار لاهور سره تعلق لري.

جسټس میا نثار ثاقب په وېنا چې د تښتولو په کېسونو کې اکثر ماشومان د جنسي تېرو ښکاریږي او د خېر لپاره د ماشومانو د بدن مهم اعضا هم مسخ کړې کیږي.

جسټس میا ثاقب پولیسو مشر ته دا هم ویلي چې دې لړ کې کوم اقدامات وچت کړې شوې دي باید چې عدالت خبر کړې شي.

نوموړي د پنجاب صوبې وکیل هم د زیارت په ورځ غوښتې دې.

دې لړ کې د پنجاب صوبې د ماشومانو د تحفظ بیورو مشرې صبا صادق مشال راډیو ته ووېل چې د ماشومانو د تښتولو کېسونو مخنیوی لپاره د دې بیورو ، داخله محکمه ، پولیس او سپېشل برانچ په ګډه کار کوي.

د دې په وېناد پنجاب صوبې اعلی وزیر د کابینې غړو ته د یو خصوصي کمیټې د جوړولو هدایت هم کړې چې د دې خبرې پلټنې وکړې شي چې آیا دې خو یوه منظمه ډله شریکه نه ده.

،، د پنجاب صوبې اعلی وزیر په فوري توګه د دې نوټس اخیستې او اړونده ادارو ته یې سخت هدایات کړې چې په فوري توګه دا پېښې وکتل شي. موږ چې نېغ په نېغه د ماشومانو په مسلو کار کوو نو چې کله داسي کېسونه او د اېف اې ار ریکارډونه موږ وکتل نو دا خبره پکې مخې ته راغله چې تښتول شوې ماشومانو کې هاغه ماشومان شامل دې چې له کورونو تښتېدلې وو،،

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکې غېر سرکاري اداره ساحل وایې چې د ماشومانو د تښتولو په کېسونو کې تېزې سره زیاتوالې مخې ته راغلې دې.

ساحل په وېنا چې تېر کال پاکستان کې دیارلس سوه او شپږ اویه ماشومان تښتول شوې وو چې پکې شاه خوا اته سوه جېنکې وې.

د یادې ادارې ویاند ممتاز حسېن مشال راډیو ته ووېل چې نه یواځې په داسي کېسونو کې د ماشومانو د مور او پلار لاپرواهي ماشومان غلط لاسونو پورې ورسوي بلکه قانون نافذ کونکې ادارې هم خپل رول په سمه نه لوبوي.

،، زموږ قانون نافذ کونکې ادارې او په خاص توګه زموږ پولیس نور د فعالولو ضرورت دې. د ماشومانو د تښتولو کېسونه روان دي ، د ماشومانو مور او پلار راځي ، اېف ایې درج کړې نو په هغې هم هاغه وخت کار شروع کول پکار دي. موږ سره پولیس افسران او زموږ نظام دومره ښه پکار دې چې کم از کم په یو میاشته کې د یو تښتول شوې ماشوم په لټولو کې کامیابی ترلاسه شي،،

تېره ورځ د په لاهور کې د پیپلز ګوند غړو او وکیلانو د پنجاب صوبې نه غوښتنه کړې چې دې لړ کې کوټلي اقدامات دې پورته کړې شي او که څه کاروایې د پنجاب صوبې لخوا ونه شوه نو د پنجاب اسمبلې مخې ته به د تښتول شوې ماشومانو مور او پلار سره احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG